ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له یو ټن څخه د ډېرو نشه یي توکو د نیول کېدو خبر ورکړل شو

28 Jul 2018 - 19:20
28 Jul 2018 - 19:20

کابل (پژواک، ٦ زمری ٩٧): له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۱۴بېلا بېلو ولایتونو کې له ۱۲۷۴ کیلو ګرام څخه ډېر نشه يي توکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت په هغې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک ته هم را رسېدلې، راغلي چې دغه نشه يي توکي د تېرې یوې اونۍ په جریان کې د پولیسو د ۶۷ عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، له دغو نشه يي توکو سره د تړاو پر تور چې په کابل، هلمند، هرات، ننګرهار، پکتیا، خوست، بدخشان، پکتیکا، لغمان، بادغیس، نیمروز، کندهار، غور او کاپیسا ولایتونو کې ترلاسه شوي ۷۲ کسان نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نیول شوو موادو کې هيرویین، تریاک، چرس، الکولي څښاک، خمیره شوي ممیز او د  k ټابلېټ شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۷ عرادې موټر، ۱۴ موبایلونه، یو میل وسله او ۱۸۵۰ امریکايي ډالر له نیول شوو کسانو څخه لاس ته راغلي دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version