ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- ډنډپټان لویه لار د قومي شخړې له امله تړل شوې

29 Jul 2018 - 13:08
29 Jul 2018 - 13:08

ګردېز (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): سوداګر وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دوو قومونو تر منځ د خپلمنځي ستونزې له امله د ګردېزــ ډنډپټان سوداګريزه لار تړل شوې چې له امله يې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې لاره په ډنډپټان ولسوالۍ کې د منګلو او ځاځيو قوم د خپلمنځي شخړې له امله تړل شوې چې د ګرمې هوا له امله ځيني توکي خراب شوي او سوداګرو ته مالي زيان اوښتی دی.

د همايون په نوم يو سوداګر نن (د زمري اوومه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې د تړل کېدو له امله شاوخوا سل لوی بار وړونکي موټر بند پاتې دي او په ځينو موټرو کې هګۍ، سبزي او نور توکي خراب شوي دي.

نوموړى په ولايتي اداره او امنيتي ارګانونو د ناغېړي تور لګوي چې په خبره يې د لارې د خلاصون لپاره يې هېڅ اقدام نه دی کړی.

دی وايي: ((حکومت يې غم نه خوري، نه يې ولسوال غم کوي، نه يې قوماندان غم خوري؛ موږ ته هره ورځ په لکونه تاوان رسېږي، دا څوک راکوئ؟ زموږ غم ولې څوک نه خوري؟ دا دولت زموږ په سر دولت دى.))

بل سوداګر محمد خالد وايي، ياده سوداګريزه لار هم په خورا خراب حالت کې ده چې له امله يې سوداګري اغېزمنه شوې او د لارې بندېدل دا ستونز څو چنده زياتوي.

ده پژواک ته وويل: ((موږ چې کله مالونه صادرو يا يې واردو نو د لارې د خراب کيفيت او بد حالت له امله موږ نشو کولی چې هغه په سم کيفيت پاکستان ته صادر کړو يا يې افغانستان ته وارد کړو، هيله ده چې دا مشکل مو حل شي.))

دغه راز د پکتيا د صادراتو او وارداتو مرستيال خيال جان وايي چې ډېری وخت قومونه د خپلمنځي ستونزو له امله سوداګريزه لار تړي چې له امله سوداګرو ته زيان اوړي.

ده وويل: ((دا اوس هم د منګلو او ځاځيو خپله څه لانجه ده او کوز شوي لارې ته، لاره يې بنده کړې ده. تجار ته ستونزه ده، لاره بنده ده، عوایدو ته ضربه ده. که په کابل کې هم څه لانجه وي، زور يې دې لارې ته راوزي، دا مشکل بايد په دايمي ډول حل شي.))

همدارنګه د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار هم ياده ستونزه جدي بولي او وايي چې ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ يې په جريان کې کړي، خو لاره لا هم نه ده خلاصه شوې.

عالميار وويل چې ډېری وخت د قومي شخړو له امله سوداګريزه لار تړل کيږي او له مسوولو ادارو غواړي چې د سوداګريزې لارې پرانيستې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې د لارې د تړل کېدو له امله تر اوسه سوداګرو ته له يو ميليونه افغانۍ زيات زيان اوښتی او که لاره ژر خلاصه نه شي، ستونزه او تاوان به نور هم زيات شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version