ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې تښتول شوي ۱۲ ماین پاکان خوشې شول

30 Jul 2018 - 21:05
30 Jul 2018 - 21:05

اسعد اباد (پژواک ٨ زمرى ٩٧): په کونړ کې تښتول شوي دولس ماین پاکان د قومي مشرانو له لارې خوشې شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وويل چې د اریا موسسې د ماین پاکانو ١٢ کسيز ګروپ چې د ماڼوګي ولسوالۍ د غونډۍ سر په سیمه کې خپل خدمات ترسره کول، د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا دیارلس ورځې په همدې سيمه کې وتښتول شول او څو ورځې تري تم وو.

ده زياته کړه، د تښتول شويو ماین پاکانو د راخوشې کولو لپاره په سیمه کې د قومي مشرانو، ولایتي شورا او ولایت مقام له لوري هلې ځلې پیل شوې وې.

د هغه په وينا، د کونړ ولایت د بېلابېلو سیمو قومي مشران، ولایتي شورا او ولایت مقام په دې بریالی شول چې نن مازیګر تښتول شوي ماین پاکان پرته له کومې معاملې را خوشې کړي.

د کونړ والي وويل، د دې کسانو د تښتونې په تور يې څو تنه نيولي هم دي چې پوښتنو او ګروېږنې ترې روانې دي.

په ختیځ کې د اریا موسسې مسوول خان محمد بیا د ولایت مقام او د کونړ ولایت له قومي مشرانو نه مننه وکړه چې د دوی د کارکوونکو په راخوشې کولو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

نوموړی زیاتوي، دغه ماین پاکان چې د اریا په موسسه کې يې کار کاوه، د کونړ، لوګر، ننګرهار او کندوز ولایت اوسېدونکي دي، چې اوسمهال د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شول.

یو تن ماین پاک چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وویل: "موږ چې د ماڼوګي ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې کار کاوه، یو کس راغی، راته يې وویل چې تاسې راشئ، هلته زمونږ امیر درسره خبره کوي او سامانونه مو هم راواخلئ، موږ چې هلته ورغلو، لاسونه يې راباندې وتړل او روان يې کړو، موږ دیارلس ورځې له دوی سره په بېلابېلو ځایونو کې بندیان يو."

ده زياته کړه، وهل ټکول يې نه دي ورکړي او نه يې ورسره بد چلند شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version