جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د نږدې ۵۶ میلیونه افغانيو په لګښت ۵.۷۵ کیلومتره کانکرېټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ياد سړک د زمري په ۱۱مه د جلال اباد ښار زنګوي سيمه کې د نیول شوو مراسمو پر مهال د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شو.
ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د ۵.۷۵ کیلومتره په اوږدوالي سړک د کیلو پراختیا او بیارغونې وزارت په شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې له اتحاد مېنې څخه د بهسودو تر اسحاق کلا سیمې پورې غځېدلی دی .
هغه د سیمې خلکو ته د سړک او اړوندو ترسره شوو چارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ولس له همکارۍ پرته د عامه ځايونو روغ پاتې کېدل ناشوني دي.
د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس انجنير مجیب الرحمن ضیاء وویل، نږدې شپږ کیلومتره کانکرېټي سړک باندې په منځمهال ډول ۵.۵ متره کانکرېټ اچول شوی او همدا راز ورسره ۶ پلچکونه، د ۲۹۴۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړې کانکرېټي ویالې او د ۱۴۶۸ متره په اوږدوالي ۲۱ استنادي دېوالونه جوړ شوي دي .
هغه زیاته کړه، د یاد سړک څخه د جلال اباد ښار د اتحاد مینې څخه د بهسودو تر قلعه اسحاق سیمې پورې نږدې ۳ زره کورنۍ په مستقيمه توګه ګټه اخلي او د شاوخوا يو شمېر نورو سيمو خلکو ته يې هم اسانتيا برابره کړه.
د ننګرهار ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کامه وال د سیمې د خلکو په استازیتوب د سړک پر جوړېدو خوښي وښوده خو ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته د سړکونو او نورو اړوند پروژو له قراردادونو او چارو دې په ښه توګه څارنه وشي .
د سيمې يو اوسېدونکي حاجي نوروز وويل چې له دې مخکې دغلته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو..
د يو بل خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار د مرکز او ۴ ولسوالیو له روغتیایي مرکزونو سره د پنځو مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه .
دا امبولانسونه د زمري په ۱۱مه د ننګرهار ولایت مقام کې د دغه ولايت روغتيايي سکتور ته وسپارل شول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د دغو امبولانسونو سپارلو په مراسمو کې وويل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه ولایت د مرکز او ۴ ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پنخه مجهز امبولانسونه ورکړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن