ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو لسګونو اوسېدونکو د کابل – کندهار لارې د بندېدو ګواښ وکړ

5 Aug 2018 - 19:00
5 Aug 2018 - 19:00

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): د ميدان وردګو ولايت لسګونو اوسېدونکو ګواښ وکړ، که د دوى غوښتنو ته پام ونه شي، د کابل – کندهار لويه لاره به بنده کړي او هم به د دغه ولايت د دولتي ادارو دروازې وتړي.

دوى دغه څرګندونې په ميدان ښار کې په جوړه شوې غونډه کې په ډاګه کړې.

د جلريز ولسوالۍ قومي مشر حاجي غلام محمد وويل چې د ميدان ولسونه درې اساسي غوښتنې لري او هغه د سياسي مشارکت په اينه کې د ځانه ليدنه، په مرکز ميدان ښار کې د دولتي پوهنتون جوړېدل او د ميدان وردګ ولايت نوم د تېر په څېر په خپل نوم (ميدان وردګو) پاتې شي.

ده زياته کړه: "خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او حتی د سر په بيه د خپلو غوښتنو لپاره هر ډول مبارزې ته اماده يو."

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وويل، د ميدان ولسونه به تر هغو پورې چې غوښتنې يې نه وي منل شوي، له خپلې مبارزې لاس پر سر نه شي.

دى زياتوي:"زه له خپلو ولسونو غوښتنه کوم چې په پوره زغم سره خپله مبارزه دوامداره وساتي او که زموږ غوښتنې ولسمشر ونه مني، نو موږ به لويې لارې او سړکونه بند کړو."

د ميدان وردګو د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز منشي خالد کريمزي وويل، د ميدان ولسونه د تل په شان د خپلو وردګو وروڼو سره د ورور په شان د ژوند کولو تمه لري او وردګو سره هېڅ ډول تعصب او يا هم تضاد نه کوي.

دى وايي: "موږ به تر هغه مبارزه کوو چې درې غوښتنې مو نه وي منل شوې."

د دې غونډې په پای کې پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې ټينګار شوى چې د دوى کدرونو ته دې په سياسي مشارکت کې ونډه ورکړل شي، د دې ولايت لپاره منظور شوى پوهنتون دې په ميدان ښار کې جوړ شي، د دې ولايت نوم دې ميدان وردګ پاتې شي او هم دې د ميدان ښار د بيارغونې لپاره جدي ګامونه واخيستل شي.

په پرېکړه ليک کې په حکومت غږ شوى، چې که غوښتنې يې تر سه شنبې پورې (د زمري تر ١٦مې) ونه منل شي، نو د ميدان ولسونه به د چهارشنبې په ورځ په مرکز ميدان ښار کې د ټولو دولتي ادارو دروازې او د کابل – کندهار لويه لار تر هغو پورې وتړي، ترڅو چې مرکزي ادارې د دوى غوښتنې نه وي منلې.

بايد وويل شي چې يادو کسانو دوه اوونۍ وړاندې (د زمري لومړۍ نېټه) هم په يوې غونډه کې يادې غوښتنې مطرح کړې وې.

دوى ويلي وو، غواړي چې د دغه ولايت په ادارو کې د يادو سيمو د کسانو ونډه ډېره شي، دولتي پوهنتون د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ له دښتې د ولايت مرکز ته ولېږدول شي او په برېښنايي تذکرو، پاسپورټونو او دولتي مکتوبونو کې د ولايت لپاره "د وردګو ولايت" پر ځاى "د ميدان وردګو ولايت" وليکل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version