ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوله غوښتونکو معلولینو کاروان له هراته کابل ته پلى حرکت و کړ

7 Aug 2018 - 16:37
7 Aug 2018 - 16:37

هرات(پژواک، ١٦ زمری ٩٧): د معلولینو ۲۰ کسیزه کاروان په هېواد کې دسولې ټينګښت او سولې پیغام رسولو په موخه له هرات څخه کابل ته پلی حرکت  و کړ.

د«هرات خلکو دسولې کاروان» په نامه دغه ډله نړیوالو ته د سولې غوښتنې پیغام د رسولو په موخه نن سهار له هرات څخه پلي او په ویلچر سپاره د کابل پر لور روان شول.

د دغه مدني حرکت مسوول صادق احمدزي وویل، ټاکل شوې دغه کسان له هرات څخه تر کابله شاوخوا زر کیلو متره پلي یا د ویلچر په وسیله مزل وکړي.

نوموړي وویل، د سولې غوښتنې د دغه حرکت ټول معلولین به د جګړې د دوام او ورور وژنې په خلاف خپل نفرت او کرکه روښانه کړي.

هغه د دولت له مخالفینو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ددغه کاروان يوتن غړي حبيب الله يارزاده پژواک اژانس ته وويل چې له يو شمېر معلولينو سره غواړي ترڅو نړيوالو ته وښيي چې افغانان نور له جکړو او وينې توېيدنې ستړي شوي او سوله غواړي.

هغه زياته کړه ((معلولين د افغانستان د جنګ وارثين دي، اوس همدا قشر غواړي چې خپل غږ پورته کړي ترڅو مخالفين له جنګ څخه لاس واخلي او له سولې سره يوځاى شي.

يوبل معلول صوفي محمود مجروح وويل چې هره ورځ په افغانستان کې د جګړو له امله وژل کيږي او نور خلک له دې وژنو خسته شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو، حکومت او نورو ډلو څخه غواړو چې سوله وکړي او نور خلک ونه وژني .))

دا په داسې حال کې ده چې د سولې غوښتونکو بل کاروان د روان کال د غويي په میاشت کې د اته هلمندي ځوانانو په ګډون حرکت کړی و،  او د لارې په اوږدو کې له نورو ولایتو لکه کندهار،زابل ، غزني او میدان وردګ څخه شاوخوا ۱۰۰ کسان ورسره یو ځای شول.

دغه کاروان له ۷۰۰ کیلو مترو ډېر پلی مزل وکړ او له ۳۸ ورځو وروسته د غبرګولي په ۲۸ مه کابل ته ورسېدل او د سولې غوښتنې پيغام یې د ځینو هېوادونو سیاسي استازو او د ملګرو ملتونو(یوناما) د دفتر معاونیت ته ورساوه .

ټاکل شوې د سوله غوښتونکو دغه کاروان راتلونکې جمعه ( د زمري په ۱۹ مه) د شاوخوا ۴۰۰ کیلو متره پلي مزل وروسته بلخ ته لاړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version