ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځوانان: حکومت له ځوانانو سره د کړيو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی

12 Aug 2018 - 16:49
12 Aug 2018 - 16:49

مزار شريف (پژواک، ۲۱زمری، ۹۷): د بلخ ولايت ځوانان وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران له دغه قشر سره په خپلو کړيو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

دوی دغه څرګندونې د زمري په ۲۱مه، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ځوانانو ورځې د نمانځلو پر مهال وکړې.

په بلخ کې د سولې او پراختيا سازمان غړې فرح جليل زاده پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل،    لا هم د افغانستان ځوانان له جدي مشکلاتو سره مخ دي، چې حکومت يې د حل کېدو په لار کې لازم اقدامات نه کوي.

هغې زياته کړه چې د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو د خپلو کمپاينونو پر مهال ځوانانو ته ډېرې وعدې ورکړې وې چې د هغو ۲۰ سلنه يې هم نه دي عملي کړي.

نوموړې همدا راز وايي،دمګړۍ د بېکارۍ له امله هر کال سلګونه زده کړي ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته مجبورېږي.

د هغې په وينا، په وطن دننه ډېر داسې تعليم يافته ځوانان شته چې د بېکارۍ له امله د سړک پر غاړه دست فروشي کوي.

جليل زاده وويل: (( زه چې کله وينم د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړي ځوانان وزګار ګرځي او يا هم د سړک پر سر دست فروشي کوي؛ نو ډېر مايوسه کېږم او دغه وخت د حکومت د مشرانو پخوانۍ ژمنې رايادېږی چې اوس يې د عملي کېدو څرک هم نه ليدل کېږي.))

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې بهرنيو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د قاچاقي تګ مخنيوي لپاره، کور دننه کاري فرصتونه پيدا کړي.

بلخ کې د افغان ځوانانو ټولنې مسوول جلال الدين شېرزاد هم د حکومت پر کم کارۍ د نيوکې تر څنګ وايي چې د افغانستان په جګړه کې ډېری قربانيان ځوانان دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د افغانستان د جګړې په دواړو لوريو کې وژل کېدونکي کسان ځوانان دي او په وينا يې چې حکومت يې بايد د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

شېرزاد زياته کړه چې حکومتي مشران پر سياسي چنو او معاملو بوخت دي او له ولس سره خپلې کړې ژمنې يې هېرې کړې دي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې له شته بېکارۍ څخه د دولت وسله وال مخالفين او همدا راز ګاونډي استخبارات ناوړه ګټه پورته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version