ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو پر کندهار او هلمند برېښنا پرې کړې ده

12 Aug 2018 - 18:14
12 Aug 2018 - 18:14

کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۷): وسله والو طالبانو د خپلو غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د برېښنا شرکت ۷ کارګر برمته کړي او پر کندهار او هلمند ولایتونو یې برېښنا قطع کړې ده.

وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو ته له کجکي بنده ډېره برېښنا او اوبه غوښتې وې.

د معلوماتو له مخې، د برېښنا شرکت کارکوونکو د جمعې په ورځ د لښکرګاه له دوراهي تر سنګین ولسوالۍ پورې د برېښنا پر نوو نصب شوو پایو نوي مزي وصلول چې وسله والو طالبانو یې مخنیوی وکړ او ۷ تنه کارګر یې برمته کړل.

له هغه وروسته پر کجکي بند د برېښنا د تولید فابریکه درول شوې او خلک په سخته ګرمي کې له برېښنا بې برخې دي.

د کندهار د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو له لښکرګاه دوراهي تر سنګین ولسوالۍ د نویو مزیو د غځولو پر مهال مداخله کړې، د اړوند شرکت ۷ تنه کارګر یې ورسره بېولي او د برېښنا د وصلولو کار نیمګړی پاتې شوی.

هغه زیاته کړه، له هغه وروسته پر کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې ده.

دی زیاتوي، اوازې همداسې دي چې وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو ته له کجکي بند څخه ډېره برېښنا او ډېرې اوبه غوښتې وې.

د ده په خبره، کله چې پر کندهار او هلمند برېښنا قطع شوه، د کندهار او هلمند والیانو د ګډې پرېکړې له مخې پر کجکي بند د برېښنا د تولید مشینري درول شوې چې له امله یې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو باندې هم برېښنا جریان درول شوی دی.

دی وايي، له وسله والو طالبانو سره د سیمې د مخورو او قومي مشرانو په وساطت خبرې پیل شوي څو غلط فهمۍ لرې او ستونزه هواره شي.

د ده په خبره، برېښنا شرکت یوه خدماتي اداره ده او ټولو سیمو ته پرته له دې چې څوک په کې واوسي او د چا تر ولکې لاندې دي، برابر خدمات وړاندې کوي.

ده هیله وښودله چې ستونزه به حل شي او برېښنا به بېرته وصل شي خو ټاکلې موده یې و نه ښودله.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول عزیز احمد عزیزي هم وايي چې طالبانو له برېښنا ریاست څخه غوښتي وو چې د دوی سیمو ته لا ډېره برېښنا او ډېرې اوبه ورکړي چې هغوی د دغو غوښتنو د نه منل کېدو په بدل کې د برېښنا ریاست اووه کارکوونکي برمته کړل او د برېښنا د وصلېدو مخنیوی وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version