ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو قوماندانانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ۱۸ وسله وال وژل شوي

20 Aug 2018 - 16:28
20 Aug 2018 - 16:28

جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ځینو عملياتو پر مهال يې د دوو قوماندانانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ۱۸ وسله وال وژلي او يو موټربم يې هم نيولی دی.

چارواکي دغه راز په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د يو زندان د ماتولو خبر هم ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د زمري په ۲۹مه پژواک ته وويل، د دغه ولایت د مومنددرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري هغه ویکسار ډوله موټر ونیول شو چې په کې په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ترهګرو غوښتل چې یاد موټربم ته د نېکمرغه لویه اختر د خوښیو په شپو ورځو کې په جلال اباد ښار او نورو سیمو کې چاودنه ورکړي چې د پولیسو له لوري موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شو.

د یو بل خبر له مخې، د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یو مرکز هوایي برید کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند وایي چې د ياد بريد په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، په خوږياڼو کې د وسله والو طالبانو زندان ته ټاکل شوی ځای کشف او له منځه وړل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند په دې اړه وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ په قلغو سيمه کې  تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو محبس ته ټاکل شوی ځای ونړول شو او څلور ساتونکي يې ووژل شول.

دی وايي، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو ميل کلاشينکوف، يو راکټ، يو موټرسايکل او ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو د يو وسله وال په ګډون څلور شکمن کسان ژوندي نيولي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

پرون هم امنيتي ځواکونو جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدګرو يوه څلور کسيزه شبکه تر يو ځانمرګي بريد وروسته ونيوه او دغه راز يې د وسله والو طالبانو يو ماين لېږدوونکی هم نيولی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version