خوست ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٧) د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې امنيتي ارګانونه په ځانکړي ډول پوليس د نشه يي توکو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
د خوست ښار دغه اوسېدونکي له پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، اوس هم په رڼا ورځ نشه يي توکي د خوست ښار تر څنګ په نورو نږدې سيمو کې په ازاد ډول پلورل کېږي.
د هغوی په وينا، کومه مبارزه چې پوليسو د نشه يي توکو پر وړاندې پيل کړې ده، يواځې نمايشي بڼه لري او په عمل کې هېڅ هم نه تر سترګو کېږي.
د محمدالله په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس هغه څوک نيسي او زندان ته يې اچوي چې نشه يي توکي يواځې استعمالوي.
ده زياته کړه، حکومت ته په کار ده چې د نشه يي توکو د استعمال او قاچاق د مخنيوي په موخه د حل په اساسي لارو چارو فکر وکړي او دا ناوړه پديده له منځه يوسي.
هغه وايي: ((تر هغه چې د نشه يي توکو لوی لوی کاروباريان ونه ونيول شي، نشه يي توکي نه کمېږي، اوس وخت کې پوليس هغه کسان نيسي چې نشه يي توکي استعمالوي او کاروباريان يې ازاد ګرځي. حکومت ته دې برخه کې جدي مبارزه په کار ده.))
د ذبيح الله په نوم د خوست ښار يو بل اوسېدونکي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې بيا وويل ډېر داسې کسان يې ليدلي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تور نيول شوي، خو له څو ورځو بند تېرولو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
نوموړی وايي که دغه حالت همداسې روان وي، هيله مند نه دی چې نشه يي توکي دې په دغه ولايت کې ورک شي.
هغه زياتوي: ((حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې خوست کې نشه يي توکي بېخي ورک کړي، دا به ځوانانو ته او عامو خلکو ته ډېره ګټه ورسوي. هغه کسان چې په دې برخه کې نيول کيږي په خپله قانوني سزا بايد ورسېږي او ژر خوشي نه شي)).
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن