ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنوکمېسيون رييس: ننګرهار کې د معترضينو له خوا د دفتر تړل کېدو مو کارونه ځنډولي

26 Aug 2018 - 18:30
26 Aug 2018 - 18:30

جلال اباد (پژواک،  ۴ وږی ۹۷):د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د يو معترض کانديد د پلويانو له لوري يې د دفتر تړل کېدو مهم کارونه ځنډولي دي.

د جاوېد زمان په نوم د ولايتي شورا دغه پخوانی غړی چې اوس يې ځان د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته کانديد کړی، د ټاکنو د شکاياتو کمېسيون له لوري له وروستي لېست څخه ايستل شوی دی.

خو د ولسي جرګې دغه معترض کانديد وايي، د شکاياتوکمېسيون دفتر کې هېڅوک نه و موجود؛ نو ځکه يې د ټاکنو د کمېسيون مخې ته پلويانو خېمه درولې ده.

د ننګرهار ولايت د ټاکنو د کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې جاوېد زمان د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له لوري له لېست څخه ايستل شوی؛ خو هغه د ټاکنو د کمېسيون مخه بنده کړې ده.

هغه زياته کړه، دوی د جاوېد زمان له لوري د ورکړل شويو اسنادو پر بنسټ په لومړي لېست کې شامل کړی و؛ خو وروسته د شکاياتو کمېسيون يې نوم له وروستي لېست څخه ايستلى دی.                         

دی وايي، له اختر پنځه ورځې وړاندې هم د جاوېد زمان پلويانو د خپلواکۍ تر ورځې د دوی دفتر تړلی و او پرون يې بيا د دوی د دفتر مخې ته خېمه وهلې ده.

وګړي وويل،که څه هم پرون يې د ټاکنو د مرکزي کمېسيون د پرېکړې له مخې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ تر دفتره ځان ورساوه؛ خو هلته د ځانمرګي بريد د رامنځته کېدو له امله يې بيا هم کارونه نه و پيل کړي.

نوموړى وايي،نن يې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په ټانک کې يې ځان او نور مامورين تر دفتره رسولي او خپل کارونه يې پيل کړي دي.

خو دی نيوکه کوي، هغه موده کې چې د دوی دفتر تړل شوی و، ګڼ شمېر مهم کارونه يې ځنډېدلي دي.

راتلونکو ټاکنو ته د ولسواليو په کچه له شپږ زره کسانو څخه د ازموينې اخيستل، د عامه پوهاوي د لړۍ بندېدل، له کانديدانو سره لېدنې، د مراجعينو د ستونزو حل، کارمندانو ته د معاشونو ورکړه، ورځني دفتري کارونه او يو شمېر نور هغه مسايل دي چې د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، د اعتراض کوونکو له امله ځنډېدلي دي.

ذبيح الله وګړي وويل: ((موږ د ولسواليو د امريتونو، مارمورينو او يو شمېر نورو بستونو لپاره له شپږ زره کسانو د ازموينې لپاره چمتوالی نيوه، له شاوخوا پنځه زره کسانو مو اسناد راټول کړي و، د دوی اسناد بايد ډېټابيس ته پورته شوي وای، چې مرکزي کمېسيون ترې ازموينه اخيستې وای؛ خو دغه کار وځنډېد.))

د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس وايي، نن يې د جاوېد زمان له پلويانو سره خبرې کړي او هغوی ورسره دا ژمنه کړې چې تر سبا پورې د خېمو د لرې کولو په اړه تر مشورو وروسته پرېکړه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version