لښکرګاه (پژواک ٦ وږى ٩٧): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولايت يو پخوانى امنيتي مسوول په لښکرګاه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.
دغه مطلب د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته ته څرګند کړ.
ده وويل، د نادعلي او مارجې ولسواليو دغه پخوانی امنيه قوماندان ښادي خان چې اوس تقاعد شوی، نن ماخوستن په لښکرګاه ښار کې د خپل کور په مخکې د ناپېژاندو موټر سايکل سپرو له خوا ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن