ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

29 Aug 2018 - 11:32
29 Aug 2018 - 11:32

غزني ښار (پژواک، ٧ وږى ٩٧): په غزني ښار او د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې او هوايي بريدونو له امله ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فریداحمد مشعل د زمري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزني ښار په ارزو سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

ده زياته کړه: ((وسله والو طالبانو په لویو لارو کې ماینونه خښ کړي چې زیاتره وخت ملکي خلک ور باندې برابرېږي.))

دغه راز د ارزو سیمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې دغه چاودنه پر يو سراچه موټر شوې ده.

ده وويل: ((موټر کې څلور کسان ناست وو چې دوه يې وژل شوي او دوه نور زخميان دي.))

دغه راز د غزني امنيه قوماندان دا هم وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا او امين کلا سيمو کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې طالبانو پر غزني ښار له څو لورو ډله ييز بريدونه وکړل چې جګړې پنځه ورځې دوام وکړ.

د غزني حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ١٤٠ امنيتي سرتېري، ٦٠ ملکي وګړي او پنځه سوه طالبان وژل شوي او درې سوه ملکي وګړي او څلور سوه طالبان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version