فراه (پژواک، ٨ وږی ٩٧):د فراه امنیتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د یاد ولایت د هوايي ډګر قوماندان وژلی دی.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن مازیګر رامنځته شوې ده.
محب زیاته کړه، د فراه د هوايي ډګر قوماندان سمونوال اغاګل نن ۲ بجې کور ته د تګ پرمهال هغه وخت د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی چې د فراه ښار په یوه پلورنځي کې یې مېوه اخیسته.
سرچینې زیاته کړه، د پولیسو یاد افسر له ځان سره وسله نه درلوده او بريد کوونکي تښتېدلي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وويل چې پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړې خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي .
په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا غړي حاجي خیرمحمد نورزي د دې پېښې د تایید تر څنګ پژواک ته وویل، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال ده چې د فراه په مرکزي کلي ګینهکان کې دوه ورځې وړاندې هم وسله والو یو پولیس وژلی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن