ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

1 Sep 2018 - 16:38
1 Sep 2018 - 16:38

غزني ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولایت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال فريداحمد مشعل د وږي په لسمه يوې خبري غونډې ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرو درېیو ورځو راهيسې په اندړو، قره باغ او زنخان ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي، لس نور ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شوو وسلو او تجهيزاتو کې درې راکټونه، يوه پيکا، څلور موټرسايکلونه او يو سراچه موټر شامل دي.

مشعل وايي چې د يادو چاڼيز عملياتو پر مهال شپږ طالبان هم نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو لورو ډله ييز بريدونه وکړل چې جګړې پنځه ورځې دوام وکړ.

د غزني د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ١٤٠ امنيتي سرتېري، ٦٠ ملکي وګړي او پنځه سوه طالبان وژل شوي او درې سوه ملکي وګړي او څلور سوه طالبان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version