ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز: ملي اردو د راتلونکو ټاکنو امنيت لپاره بشپړ چمتووالى لري

1 Sep 2018 - 18:50
1 Sep 2018 - 18:50

مزار شريف (پژواک، ۱٠وږی، ۹۷): د ملي دفاع وزارت لوی درستيز وايي، ملي اردو غير سياسي ځواک دی او زياتوي چې دغه ځواکونه به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې خپل بې پرېتوب نندارې ته وړاندې کړي.

لوى درستيز ستر جنرال محمد شريف يفتلي د وږي په ۱٠مه، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د شمال د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل، چې ملي اردو د راتلونکو پارلمانی ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه زياته کړه، شمال زون  د لويو ملي او حياتي پروژو دروازه ده؛ نو ځکه يې د امنيت لپاره پوره تدابير نيول شوي دي.

لوی درستيز د شاهين قول اردو د پخواني قومندان تورنجنرال امان الله مبين کړنې وستايلې او هغه يې په خپلو چارو کې بريالی وباله.

ستر جنرال شريف يفتلي ټينګار وکړ چې ملي اردو غير سياسي او غير وابسته ځواک دی.

د هغه په خبره، دغه ځواکونه به په راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو کې خپل بې پرېتوب نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه چې د راتلونکو ټاکنو امنيت د امنيتي ځواکونو لپاره مهمه موضوع ده او ډاډ يې ورکړ چې ملي اردو به په دې برخه کې خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړي.

يفتلي د شمال پر خلکو غږ وکړ چې د شاهين قول اردو له نوي قوماندان سره په چارو کې مرسته او همکاري وکړي.

هغه زياته کړه چې د دولت وسله وال مخالفين له ورانۍ او ويجاړۍ څخه پرته بل هېڅ پيغام نه لري.

لوی درستيز وويل: ((هغوى چې پلونه، سرکونه او جوماتونه ورانوي، له ويجاړۍ پرته بل هېڅ پيغام نه لري؛ خو مقابل کې يې مونږ امنيتي ځواکونه د افغانستان خلکو ته د سولې، ثبات او رغنيزو چارو پيغام لرو)).

نوموړی زياتوي چې د اسلامي نړۍ د علماوو له خوا د افغانستان د جګړې په تړاو وروستيو فتواوو دا ثابته کړه، چې دلته جګړه وحشت دی او له دين سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه همدا راز وويل چې د شاهين قول اردو نوي قومندان له بشپړې نظامي تجربې څخه برخمن دی او د شمال د امنيت لپاره به اغېزمن تمام شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version