کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): پاکستان د ننګرهار پر والي تور پورې کړى چې د دوى د کونسلګرۍ په چارو کې يې لاسوهنه کړې او د احتجاج په توګه يې کونسلګري تړلې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار والي حيات الله حيات په جلال اباد ښار کې د دوى د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنې کړې چې د جنيوا کنوانسيون له تړون سره په تضاد کې دى.
سرچينې زياته کړې چې سفارت د افغانستان له بهرنيو چارو وزارته غوښتي چې د دوى د کونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار د والي د لاسوهنو مخنيوى وکړي.
د پاکستان سفارت ويلي، څو چې افغان حکومت د دوى د کونسلګرۍ د امنيت په اړه بشپړ ډاډ نه وي ورکړى، په جلال اباد کې به يې کونسلګري بنده وي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د پاکستان له کونسلګرۍ د ويزې اخيستو تقاضا ډېره شوې وه چې له امله يې د بې نظميو او ګډوډيو راپورونه هم ورکړل شوي وو.
د ننګرهار چارواکي او عام خلک هم وايي چې هلته په پراخه کچه فساد ترسره کېږي او هره ورځ سلګونه زره کلدارې رشوت اخيستل کېږي چې په کې د کونسلګرۍ مامورين هم ښکېل دي.
والي حيات الله د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله د پاکستان کونسلګرۍ ته تللى و او هلته يې بهر د نظم چارې په خپله وڅاري او يوې دولتي ودانۍ کې يې د خلکو د راټولېدو او تنظيم چارې يې برابرې کړې، څو ګڼه ګوڼه کمه شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى د پاکستان د سفارت د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوى هېڅکله د پاکستان کونسلګرۍ په داخلي چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ولايتي اداره يواځې د کونسلګرۍ بهر د خپل مسووليت له مخې د نظم رامنځته کېدو او فساد د مخنيوي په موخه اقدامات ترسره کړي .
د خوږياڼي په وينا، والي حیات الله حیات له نورو امنيتي او ملکي چارواکو سره د پاکستان کونسلګرۍ له مسوولينو سره ناستې وکړې، د کونسلګرۍ له شاوخوا سيمو يې ليدنه وکړه څو د مراجعينو نظم جوړ او د فساد مخنيوی وشي.
دى وايي، د کونسلګرۍ مسوولينو ژمنه کړې وه چې د ويزې چارې خصوصي شرکت ته ورکوي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دی کړی او ستونزې ورځ تر بلې زياتېدې.
د والي وياند وويل چې دا چې د دوى له خوا د رامنځته شوي نظم له امله د پاکستان کونسلګرۍ مسوولينو ځينې امنيتي اندېښنې درلودې، د دوی په وړاندیز د ولایت مقام ورسره د تغیير ژمنه وکړه، خو د نظم په رامنځته کېدو او د فساد د مخنیوي ټینګار يې وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن