کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٧) : د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د پاکستان له سفير سره په جلال اباد کې د دغه هېواد د تړل شوې کونسلګرۍ په اړه خبرې وکړې.
په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان سفير زاهد نصر الله خان نن د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې رباني پاکستاني سفير ته په دغه هېواد کې په برياليتوب سره د پارلماني ټاکنو په ترسره کېدو مبارکي ورکړه.
رباني ويلي، د پاکستان له خوا له افغان سولې پروسې سره همکاري به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي،د پاکستان سفير د مسکو د غونډې په اړه دافغانستان د حکومت له دريځ څخه ملاتړ وکړ.
سرچينې ويلي، په دې ليدنه کې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ د تړل کېدو د ستونزې پر ژر هواري هم ټينګار وشو.
د يادونې ده چې په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د وېزې اخيستونکو د ګڼې ګوڼې او فساد له امله د ننګرهار والي له کونسلګرۍ بهر د نظم لپاره څه اقدامات کړي وو، چې پاکستان دغه کار په خپلو چارو کې لاسوهنه وګڼله او کونسلګري يې وتړله.
بلخوا په کابل کې د پاکستان سفارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ختيځو ولايتونو ناروغان او محصلين چې اسناد ولري، کولى شي په کابل کې له سفارت څخه وېزې ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن