کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماندانو پر وړاندې له امنیتي ګواښونو څخه د اندېښنې په څرګندولو له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د کاندیدانو امنیتي خوندیتوب ته د جدي پاملرنه وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیط الله هاشمي، نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د څو تنو نوماندانو وژنې دغه کمېسیون اندېښمن کړى دی.
هغه وویل: ((د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت ساتنه د امنیتي ځواکونو او حکومت دنده ده او له دوی نه غواړو چې خپلو دنده ته مسوولانه رسېدګي وکړي.))
نوموړي زیاته کړه چې کاندیدان د ټاکنیزې مبارزې په مرحله کې دي، نو له دې امله ورته زیان رسول ډېر دي.
هغه له حکومت او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د ځانګړو میکانيزمونو له لارې د کاندیدانو د امنیتي خونديتوب په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان د ټاکنیزو مبارزو له پيلېدو وړاندې په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
انور نیازی د پروان، جلال الدین صالحي د کابل، اوتارسېنګ د اهل هنودو او سید عبیدالله سادات د غزني د ولایتي شورا پخوانی غړی او د ولسي جرګې احتمالي نوماندان له یادو وژل شوو کسانو دي.
دا په داسې حال کې ده چې «له کابل نه ولسي جرګې ته د کاندیدانو مرستندویه شورا» هم نن په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د ولسي جرګې د څو تنو غړو ترور څخه اندېښنه څرګنده کړه او له امنیتي ځواکونو یې جدي غوښتنه وکړه چې د کاندیدانو امنیتي خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.
بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند وویل، د ټاکنو کمېسیون ژمن دی چې راتلونکې ټاکنې شفافې او له درغلي پرته ترسره کړي.
هاشمي د دې مطلب په څرګندولو چې د ولسي جرګې ټاکنو ته ۴۵ ورځې پاتې دي، زیاته کړه، د حکومت په ګډون ټول بنسټونه ژمن دي چې د ولسي جرګې ټاکنې په ټاکلي وخت (د روان کال د تلې پر ۲۸ مه) ترسره شي.
نوموړي د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې ۶۰ نادرکه کتابو ته په اشاره وویل، دا هغه کتابونه دي چې د کمېسیون پر ادارو د وسله والو بریدونو په پایله کې سوځېدلي یا ورک دي.
بلخوا نوموړي له هغو کاندیدانو چې انځورونه یې د ټاکنیزې مبارزې په موخه د لارو پر سر لګېدلي دي، وغوښتل چې ژر تر ژره یې راټول کړي، له دې پرته به له دوی سره قانوني چلند وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن