ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ملي امنیت یو کارکوونکی او یو محصل وژل شوي

5 Sep 2018 - 10:25
5 Sep 2018 - 10:25

چاريکار (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): په پروان کې د ملي امنيت يو کارکوونکى او يو محصل پر ډزو وژل شوي، بلخوا بیا د دغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د يو ٢٥ کلن ځوان مړى موندل شوى دى.

د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت مرستيال فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ياد وژل شوى کارکوونکى ډګروال دادالله د پروان د مرکز اړوند د صيادانو سيمې اوسېدونکى و.

هغه وايي چې دادالله له کوره بګرام ولسوالۍ ته پر موټرسایکل دندې ته روان و چې د صيادانو په سيمه کې په وسله وال بريد کې ووژل شو.

هاشمي وايي چې د بريد په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په روان کال کې دغه څلورم د ملي امنيت کارکوونکى دى چې ترور کېږي.

د ډګروال دادالله د وژل کېدو مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دغه راز فرهاد هاشمي وايي چې نن سهار د دغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د يو ٢٥ کلن ځوان مړى د سالنګ په سيند کې وموندل شو، خو تر اوسه نه دى پېژندل شوى.

دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې او د دغه ځوان مړى يې د ولايت مرکز  چاريکارو کې ولايتي روغتون ته لېږدولى دى.

د يو بل خبر له مخې، د پروان د جبل السراج ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې د محمد ذکي په نوم يو محصل له خپل يو ګاونډ سره لفظي شخړه کړې وه او وروسته يې ګاونډ هغه (ذکي) پر ډزو وژلى دى.

دى وايي چې پوليسو د دغه قتل په تړاو يو کس نيولى او د يو بل تورن کس د نيولو هڅې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version