ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د ميدان وردګو ولايت د نوم او پوهنتون د ستونزو هوارولو سپارښتنه وکړه

6 Sep 2018 - 17:00
6 Sep 2018 - 17:00

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷): ولسمشر غني د سيمه‏ ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي مشر ته د ميدان وردګو ولايت د نوم او د پوهنتون د ستونزو د حل په موخه د صلاحيت لرونکي پلاوي د ټاکلو لارښوونه وکړه.

دغه راز ولسمشر د ميدان ولس قومي مشرانو ته وويل، د هغوی ټولې غوښتنې برحقه دي، خو د دوی امکانات محدود دي او د شته امکاناتو په رڼا کې به ورته حل لارې ولټوي.

د ميدان وردګو د مرکز ميدانښار، جلرېز، نرخ، لومړۍ حصې بهسودو او دويمې حصې بهسودو ولسواليو سلګونو کسانو د وږي په اتمه نېټه تر ۴۰ ورځني تحصن وروسته په ميدان ښار کې اعتراضي ناستې پر مهال له مرکزي ادارې د خپلو حقونو د بيا ځلي غوښتنه وکړه.

هغه ګواښ وکړی و که چېرې د وږي مياشتې تر ديارلسمې نېټې غوښتنې ونه منل شي نو په ميدانښار کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې وتړي.

ياد خلک له حکومته غواړي چې په پاسپورټونو، برېښنايي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او په ټولو رسمي او غير رسمي چارو کې په بشپړه توګه دې "ميدان وردګ" وليکل شي، په مرکز ميدان ښار کې دولتي پوهنتون جوړ شي، په محلي او مرکزي ادارو کې دې د ياد ولايت د مرکز په ګډون د يادو څلورو ولسواليو کدرونه پر دندو وګوماري او يادو خلکو ته دې برېښنا ورکړل شي؛ ځکه د برېښنا پايې د همدې ولسونو په کرنيزو ځمکو کې لګول شوې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه په ارګ کې د ميدان د يو شمېر مشرانو، متنفذينو او د ځوانانو د استازو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني د يادو ويناوالو د وړانديزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته د سيمه‏ ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي مشر ته د ولايت د نوم او د پوهنتون د ستونزې د حل په موخه د باصلاحيته پلاوي ټاکلو لارښوونه وکړه.

ولسمشر غني وويل: "نن سهار مې د امنيتي او دفاعي ارګانونو د مسوولينو اود والي په حضور کې د ولايت امنيتي مسوولينو سره په کتنه کې هغوی ته د امنيتي ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې."

محمد اشرف غني د افغانستان د برېښنا شرکت مشر ته لارښوونه وکړه چې شخصي ځمکو او د خلکو د استوګنې له کورونو څخه د برېښنا د ستنو له تېرېدو ډډه وکړي.

هغه يادو مشرانو ته په خطاب کې وويل: "ستاسو ټولې غوښتنې برحقه دي، خو زموږ امکانات محدود دي او د شته امکاناتو په رڼا کې به ورته حل لارې ولټوو."

ولسمشر غني په سیمه ییزه اداره کې په بېلابېلو برخو کې د ټولنيز عدالت پر تامين ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، د ټولنيز عدالت د تامين، شفافيت او ښه والي په موخه به د عادلانه رقابت له لارې په ټولو سیمه ییزو ادارو کې وړ اشخاصو ته د کار او خدمت زمينه برابره شي.

نوموړي يادو مشرانو ته يې وويل چې د اتحاديو جوړولو په صورت کې به يې مڼو او نورو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخو کې ورسره همکاري وشي، د لوېديځو ولايتونو د ترانسپورټ مرکز به په ميدانښار کې جوړ او له هغوی يې وغوښتل چې د خپلو پروژو د تطبيق او امکاناتو منظم مهالوېش ترتيب او له ولسمشرۍ ماڼۍ رياست سره شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version