ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د بېلا بېلو پېښو په تړاو ۹ کسان نیول شوي

6 Sep 2018 - 19:21
6 Sep 2018 - 19:21

هرات (پژواک، ١٥ وږی ۹۷): د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د جومات د یوه ملا امام په ګډون یې په دې ولایت کې ۹ کسان له وسله والو طالبانو سره د مرستې، د ترهګريزو او انفجاري بریدونو او اخاذيو په تور نیولي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې ۵ کسان له وسله والو طالبانو سره د مرستې او د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار له موټرچلوونکو څخه د اخاذۍ په تور نیولي دي.))

د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو دوه کلاشینکوفونه، دوه پرتلې، یو کرولا موټر او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

ده زياته کړه، په یوه بله پېښه کې د هرات پولیسو د دغه ښار په لسمه امنیتي حوزه کې یو کس د تروريستي بریدونو او د یوه دوکاندار د ټپي کولو په تور نیولی دی.

ولي زاده وايي: ((دغه کس د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی دی او غوښتل یې چې د کندهار په درب سیمه کې یو دوکاندار ترور کړي، خو دوکاندار په ډزو ټپي شوی دی.))

د یوه بل خبر له مخې، د ملي امنیت ځواکونو په هرات کې د یو ملا امام په ګډون درې کسان د چاودنو او له طالبانو سره د مرستې په تور نیولي دي.

د هرات د ملي امنیت ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سید آصف د هرات ښار د اوومې ناحیې په پیان اب سیمه کې د«حضرت سعید» جومات ملا امام دی.

سرچینه لیکي: ((دغه ملا امام د جومات له دوو طالبانو، دوه بوشکو ماینونو او یوې تومانچې سره د جومات په دننه کې نیول شوی دی.))

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو په لومړنیو څېړنو کې منلې چې په هرات کې یې په تخریبي بریدونو کې لاس درلود او دغه راز یې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه ملا امام په داسې حال کې نیول شوي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې په هرات کې ۴ چاودنې شوې چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version