ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د مڼو نوې ترویج شوې ونې ښه حاصل ورکوي

12 Sep 2018 - 15:08
12 Sep 2018 - 15:08

لښکرګاه (پژواک، ٢١ وږى ۹۷): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین او بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د مڼو نوې ترویج شوې ونې که څه هم له یوې خوا ښه حاصل ورکوي، خو له بلې خوا د طبيعي افتونو له ګواښ سره هم مخ دي.

په دغه ولایت کې د بڼوالۍ برخې کارپوه مختاراحمد احمدي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې مهاله یوازې د کرنې ریاست او د ګوتو په شمېر کروندګرو د مڼو ونې په امتحاني ډول په خپلو ځمکو او فارمونو کې کرلې دي.

ده زياته کړه: ((سره له دې چې په دې سيمه کې دغه نوي ترويج شوې مڼې ښه حاصل ورکوي خو د روزنې او پالنې په چارو يې سم نه پوهېږي او له حاصل وړاندې يې ډېره برخه ګل او غوټۍ تویېږي.))

احمدي وویل، دوی د کرنې په ریاست کې یوه څانګه لري، لومړۍ په ونو کې د افتونو تشخص کوي، وروسته يې بیا د مخنیوي لپاره درمل کاروي چې د دغه کار لپاره يې د لښکرګاه د بولان په څېړنیز فارم کې یو باغ جوړ کړی چې درې سوه ونې لري.

نوموړي زياته کړه: ((د کال په پيل کې دغه ونې يو ډول حشره کوي چې په سترګو نه ښکاري، په دغه وخت کې بايد سلفر پرې وشيندل شي څو دغه مرض يې ورک شي.))

دغه راز  د دغه فارم يوه کروندګر عبدالله هم د نوو تجربه شوو مڼو له حاصل څخه خوښ دی او وايي دغو ونو په درېیو کلونو کې حاصل ورکړی او هغه ونې چې پاکې ساتل شوې وي، ډېرې ښې مڼې کوي.

هغه زیاته کړه چې دوی يې پر افتونو نه پوهېږي، خو هڅه کوي چې پر اوبو ورکولو سربېره د اړتیا پر مهال ونې هم پرېمینځي.

دغه راز د نادعلي ولسوالۍ ګروندګر تورجان چې په خپل کور کې يې ۱۰ دا ډول اصلاح شوې ونې تجربه کړې، وايي درې کاله وړاندې يې د مڼو دغه ونې له لغمان ولايت څخه راوړې او ښه حاصل یې ورکړى دى.

دی وايي، له تجربه لرونکو کروندګرو سره يې تر مشورو وروسته پر ونو درمل شیندلي او له هر ډول مرض څخه اوس پاکې دي.

نوموړی وايي، پلان لري چې په خپله ځمکه کې د مڼو لوی باغ جوړ کړي څو په لویه کچه حاصلات بازار ته وړاندې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کرنې ریاست د پلان مدیر رفیع الله قلم پژواک ته وويل چې د مڼو د نوو ترویج شوو ونو چې دوی تجربه کړې دي، ښه حاصل ورکوي او له دې امله د نوي کال لپاره د قوریو او پراختیا لپاره يې پلانونه لري.

هغه زیاته کړه راتلونکي کال کې به زر جریبه باغونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي شي چې د مڼو ونې په کې کېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version