خوست ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۷): د خوست د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلېکس کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړه شوې ده.
د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د ګټې اخيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ چې ۱۱ اداري خونې، د غونډو تالار او نور اړين محلقات لري، د ۱۰ مياشتو په موده د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې.
هغه زياته کړه چې له دې ودانۍ په ګټې اخيستو سره به د اړوند رياست کارکوونکو لپاره يو ښه کاري چاپېريال برابر شي.
والي وايي: ((خوندي چاپېريال د اداري کارکوونکو لپاره يوه اړتيا ده او موږ په تېرو څو کلونو کې هلې ځلې کړې چې د خپلو ټولو ادارو دې ستونزې ته ځان ورسوو چې تر ډېره بريده دا ستونزه حل شوې ده.))
د خوست د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس نجي الرحمن همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل د دې ودانۍ په پرانيستل کېدو سره د دوی هغه اداري ستونزې حل شوې چې په تېر کې ورسره لاس او ګرېوان و.
هغه وايي: ((موږ مخکې خپله اداري ودانۍ نه درلوده، يو او بل ځای ته به تلو او ټول دفتري اسناد به مو غير منظم وو. انشاالله د دې ودانۍ په جوړېدو سره زموږ اداري ستونزې تر يوه بريده حل شي.))
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست لپاره دا ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي چې اوس هم په دغه ولايت کې د ۴۰زرو په شاوخوا کې کسان پر نشه يي توکو روږدي دي چې زياتره برخه يې ځوانان تشکيلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن