ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: لس مياشتې وروسته حکومت نيسو

13 Sep 2018 - 14:27
13 Sep 2018 - 14:27

مزار شريف( پژواک، ٢٢وږی ۹۷)  : د جمعيت ګوند اجرايي رييس او د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور وايي چې لس مياشتې وروسته به د دېموکراسۍ او ټاکنو له له لارې حکومت ونيسي.

هغه دا هم وويل چې که ټاکنې رڼې نه وې؛ نو دوی به يې مخنيوی وکړي.

له دې سره د بلخ والي اسحاق رهګذر پر خلکو غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

دوى دغه څرګندونې د وږي په ۲۳مه، مزار شريف کې د شهيد اوونۍ د نمانځنې په پروګرام کې وکړې.

عطا محمد نور په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو وړتيا نه لري.

هغه زياته کړه، دوی به اجازه ورنه کړي څو يو ځل بيا د تېر په څېر د خلکو پاکو رايو ته په سپکه سترګه وکتل شي.

نوموړي وويل، د ملي وحدت حکومت اجراييه او قضايه قوه هېڅ ډول مشروعيت نه لري او زياته يې کړه چې اوس حکومت غواړي د درغليو له لارې مقننه قوه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نور د ټاکنو خپلواک کمېسيون باندې تور پورې کړ چې هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري. هغه همدا راز ګواښ وکړ چې که ټاکنې رڼې نه وي؛ نو دوی به يې مخه ونيسي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس زياته کړه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټاکنو بې شمېره تقلبي پاڼې وېشل شوې دي.

نوموړي زياته کړه: (( کله چې د ټاکنو کمېسيون رسوايي مطبوعاتي شوه او تقلبي پاڼې زموږ د ملګرو له خوا رسنېزې شوې، بيا کمېسيون پوښتنه کوي چې دا پاڼې تاسې له کومه کړې؟ دوی دومره ناخبره دی چې له خپلو پاڼو هم معلومات نه لري.))

نوموړي وويل، هېواد کې هغه مهال بدلون راتللی شي چې خلک حرکت وکړي.

عطامحمد نور زياتوي: (( موږ باندې هر چا هر ډول نوم کېښود، چا راته اشرار وويل، چا شر او فساد وبللو او څوک مو اوس جنګسالاران بولي؛ خو زموږ ملګري په حکومت کې دي او حکومتداري يې ياده ده، لس You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version