مزارشريف (پژواک، ٢٤ وږی ۹۷): د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشران وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د دې ولسوالۍ دوه امنيتي پوستې سقوط شوې چې له امله يې شپږ کلي هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس هم په چهاربولک کې د يو شمېر سيمو سقوط تاييدوي او وايي چې د بلخ- جوزجان لويه لاره هم له جدي امنيتي ننګونو سره مخ ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ بيا په چهاربولک کې د طالبانو د تازه تحرکاتو خبره مني خو زياتوي چې د پوځي عملياتو پيلولو لپاره يې تياری نيول شوی دی.
د چهاربولک ولسوالۍ د علي اباد کلي اوسېدونکي حاجي کريم بای د وږي په ٢٤مه پژواک ته وويل چې وړمه شپه په دغه کلي کې د سيمه ييزو او ملي پوليسو پوسته سقوط شوه چې په پايله کې يې دغه کلی هم د طالبانو له خوا ونيول شو.
نوموړي زياته کړه چې له علي اباد وروسته تېره شپه د تيمورک کلي پوسته هم سقوط شوې ده ياده سيمه او شاوخوا کلي يې د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
د هغه په خبره، دمګړۍ له چهاربولک ولسوالۍ د غځېدلې مزار- شبرغان لويې لارې شاوخوا ډېرې سيمې د طالبانو لاس کې دي او په وينا يې هر وخت چې طالبان وغواړي دغه لاره بندولای شي.
په چهاربولک ولسوالۍ کې د پوليسو يوې معتبرې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې د يادې ولسوالۍ دوه امنيتي پوستې او شپږ کلي سقوط شوي دي.
د سرچينې په خبره، تيمورک، علي اباد، يلمان، دوبېل او سکتازان هغه کلي دي چې د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
د يادې سرچينې په خبره، د تېرو دوو ورځنيو جګړو پر مهال ۳ ملي او ۲ سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د چهاربولک ولسوالۍ وروستۍ نا امنۍ ته په اشارې وايي چې ياد وضعيت د مزارشريف ښار پر امنيت مستقيم اغېز لرلای شي.
هغه اندېښنه وښوده چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د يو شمېر سيمو په سقوط سره د مزار – شبرغان لويې لارې امنيتي ننګونې هم زياتې شوې دي.
حديد پژواک ته وويل: ((مزار – شبرغان لاره ډېره مهم ده، دا اوس ويل کېږي چې د يادې لويې لارې په درې نقطو کې طالبان حاکم دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن