کندهار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ ولسوال مومند نصرتیار په کندهار ښار کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.
دغه پېښه نن ماسپښین دوه بجې د کندهار ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په عینو مېنه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل د شملزو ولسوالۍ ولسوال مومند نصرتیار له خپل زوی سره په موټر کې چېرته پر لاره و چې مخ پټو وسله والو پرې ډزې کړې، هغه یې وژلی او زوی یې ټپي کړی دی.
هغه زیاته کړه، د ولسوال زوی د پولیس له خوا سمدستي روغتون وړل شوی و خو وروسته يې د ډېرو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
دی وايي، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پيل کړی دی.
عیني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس چې سپينې جامې یې پر تن وې، له خپل زوی سره په خپل سور رنګ کرولا موټر کې پر سړک روان و چې ډزې ورباندې وشوې.
هغوی وايي، هېڅوک هم پوه نه شول چې ډزې چا او څنګه وکړې؛ ځکه ښايي برید کوونکو له بې غږه
تومانچې کار اخیستی وي.
تر اوسه کوم چا د دغه ولسوال د وژل کېدو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن