کلات (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال اته پوليس وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو په نوبهار ولسوالۍ کې د پوليسو پر درېيو پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې اته پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
سيال وايي چې وروسته سيمې ته تازه امنيتي ځواکونه رسېدلي او وسله وال طالبان يې شا تګ ته اړ کړي دي.
نوموړي د پوليسو د پوستو د سقوط په اړه راپورونه رد کړل.
د والي وياند وايي چې وروسته په جګړه کې ګڼو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په دې جګړه کې د ٢٠ پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن