جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پر ټاکلي وخت د بوديجې نه ورکول، د دغه ولايت د پروژو د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دوی دغه راز وايي، د راتلونکي مالي کال لپاره يې د دوه ميليارده او اووه سوه ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۳۵ پروژې وړانديز کړي چې تر ډېره د دغه ولايت لومړنۍ اړتياوې پوره کولی شي.
ولايتي چارواکو دا څرګندونې د وږي په ۲۵مه د ملي بوديجې په جوړولو کې د ننګرهار د خلکو اړتیاوو د شریکولو په موخه له خلکو سره د مشورتي غونډې پر مهال وکړې.
د ننګرهار د اقتصاد ريیس غلام الله افغانیار وويل، پر ټاکلي وخت د پروژو د نه تطبیق لامل پر ټاکلي وخت د بودجې نه ورکول او د نفوسو په تناسب د دغه ولایت کمه بوديجه دی چې خنډونه يې رامنځته کړي دي.
د هغه په وینا، په ۱۳۹۸ لمريز کال کې یې د دوه میلیارده، ۷۳۰ میلیونه، ۵۰۷ زره او ۹۴۱ افغانیو په ارزښت یې ۱۳۵ پروژې مرکز ته وړاندیز کړې دي چې د دغه ولايت ډيرې لومړنۍ اړتياوې پوره کولی شي.
دی وايي، د روان مالي کال په ترڅ کې د دوه میلیارده، ۹۸۰ میلیونه، ۵۶۳زره او ۲۹۹ افغانیو په لګښت ۹۱ منظور شوې پروژې لري چې ۴۶ یې د تطبیق په حال کې دي او ۲۲ نورې یې تکمیل شوې دي .
د هغه په وینا، له یادو پروژو د یوې پروژې چارې ځنډول شوې، دیارلس پروژې پیل شوط نه دي او د نهو پروژو چارې د تدارکاتو په پروسه کې دي چې تر بشپړېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، په پخوا وختونو کې ځینې مهمې پروژې د اشخاصو په غوښتنه د عام المنفعه ځایونو پر ځای د هغوی په سیمو کې پلي شوې چې تر دې وروسته دا چاره ولسمشر، نړیوالې ټولنې، مالیې وزارت او ولایتي ادارې ته د منلو وړ نه ده.
خو هغه په برخه کې د چا نوم په ډاګه نه کړ.
والي له ګډونوالو وغوښتل چې د مشورو پر مهال له هر ډول اړیکو پرته مهمې او عام المنفعه پروژې په نښه کړي، څو د ولایت مقام په رسمي وړاندیز یې د مالیې وزارت په همکارۍ تطبیق کړي .
د مالیې وزارت مرستيال محمد خالد پاینده وویل، په دې موخه چې په کمه بوديجه د ولایت په کچه مهمې او ګټورې پروژې تطبیق شي، له خلکو سره یې مشورې پیل کړې چې د دې مشورو په پایله کې به د خلکو له لوري وړاندیز شوې پروژې تحلیل او هغه پروژې چې دوی مناسبې وګڼي، په اړوند ولایتونو کې پلې کړي .
هغه زیاته کړه، د دې مشورتي ناستو پر مهال به د ننګرهار د ټولو ولسوالیو د خلکو په خوښه مهمې پروژې را ټولې او د ولایت مقام په همغږۍ به یې چارې مخکې یوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن