کلات (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): زابل کې چارواکي او سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نښتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کلات ښار اړوند د ظفرخېلو په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او څلور ټپيان دي.
سرچينه دغه راز وايي چې د سيوري ولسوالۍ د لوى ښاره په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کې هم څلور پوليس وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې تېره ورځ د نوبهار ولسوالۍ په قاسم خېلو سيمه کې د هوايي بريد له امله اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د والي وياند وايي چې د وسله والو طالبانو يو موټر له هوا ويشتل شوى و.
وسله و الو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن