ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون دروازه پرانېستل شوه

18 Sep 2018 - 11:15
18 Sep 2018 - 11:15

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولايت کې يې د ټاکنو کمېسيون دولايتي دفتر دروازه بېرته خلاصه کړې او په تړاو يې د اعتراض کوونکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ۱۶ مقاومت کوونکي نيولي دي.

يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې نيول شويو کسانو کې د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدير د ساتونکو مشر هم شامل دی.

په ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي دفتر د دروازې مخې ته پرون د افغانستان د لوی ملي ايتلاف پلويانو خېمه ووهله او د دغه دفتر دروازه يې وتړله.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيه قوماندان په مشرۍ امنيتي ځواکونو د شپې ناوخته يادې دوه خېمې ټولې او له پوليسو سره مقاومت کوونکي شپاړلس کسان یې ونيول.

دی وايي، په دغه ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون دروازې په عادي ډول د خپلو مامورينو او ټولو مراجعينو پرمخ پرانېستل شوې دي .

هغه زياته کړه، د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي ولايتي ادارې ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې له ټولو هغو کسانو سره به سخت قانوني چلند وکړي چې په ناقانونه ډول خپلسري غيري قانوني تحرکات، د امنيتي ځواکونو له همغږۍ پرته لاريونونه، اعتراضونه او ورته نورې چارې تر سره کړي.

بلخوا د دغه ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي چې نيول شويو کسانو کې د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدير د ساتونکو مشر محمد نسيم هم شامل دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ظاهر قدير د دفتر نظر هم له ځانه سره ولري، خو ورسره له اړيکو نيولو وروسته هم بريالي نه شو.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال څو ورځې مخکې ويلي و چې که  د ټاکنو د ولايتي دفترونو د تړلو هڅه وشوه، دوى به له زور څخه کار واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version