جلال اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه شوې چې په کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د چپرهار اډې له چوک سره په يو دوکان کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
دی وايي، له چاودنې وروسته د ګاز په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ وباله او يادونه يې وکړه چې ټول د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام مجتبی قيس وايي چې چاودنه د ماين نه، بلکې د ګازډبې وه چې د اور وژنې ډله يې د مړ کولو لپاره پر وخت رسېدلې ده.
دی وايي، د اور او ګازډبې د چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي او اوس په هټۍ کې لګېدلی اور تر ډېره مهار شوی دی.
هغه له دوکاندارانو وغوښتل چې د خپلو دوکانونو ساتنه په خپله وکړي او دغه راز يې ورته يادونه وکړه چې د هر راز مشکوک څېز او کړنې په ليدو دې پوليسو ته خبر ورکړي.
د پېښې يو عيني شاهد رضوان الله وايي، لومړی د يوې چاودنې غږ شو او وروسته په هټۍ کې اور ولګېد.
دی وايي، ټپيان د خلکو په مرسته لږدول شوي او وروسته د اور وژنې ډله هم ور ورسېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن