ګردېز (پژواک، ٢٩ وږى ٩٧): سيمه ييز چارواکي وايي چې د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د څمکنيو ولسوال عيدمحمد احمدزی وايي، پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په نوزي دره کې رامنځته شوه.
د احمدزي په خبره چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړي په دې پېښه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زياته يې کړه: ((بريد خارجي قواوو نن شاوخوا يوولس بجې په نوزي خوله کې کړی، لس ملکي کسان زخميان دي او درې مړه شوي دي.))
همدارنګه د څمکنيو په ګاونډ ډنډپټان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې سرحدي پوليس ټپيان کړي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم پژواک ته وويل چې چاودنه د ستيا په کلي کې د سرحدي پوليسو پر موټر شوې چې درې سرحدي پوليس په کې ټپيان شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکی مدين ستيوال هم وايي چې چاودنه غرمه مهال رامنځته شوه او څو سرحدي پوليس په کې ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن