کابل (پژواک،٣١ وږی ٩٧): په کابل کې د یوې غونډې ګډونوالو د ټاکنو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او له رسنیو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د پراخ ګډون لپاره کار وکړي.
د ښځو د ښوونیز دفتر (AWEC) مشرې پلوشې حسن نن په کابل د «په ټاکنو کې جنسیتي توازن ته د رسنیو ځواب ویونکی پروګرام» تر عنوان لاندې د دوه ورځني ورکشاپ په پرانیستې غونډه کې وویل، د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د پوهاوي ورکولو او دغه راز د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی.
نوموړې له رسنیو وغوښتل چې د روان کال د زمري د ۲۸ مې په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره دې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.
مېرمن حسن وویل، یاد ورکشاپ هم د ښځو د ښوونیز دفتر (AWEC) له خوا د ۶۰ خبریالانو په ګډون ځکه جوړ شوی و چې خبریالان او رسنۍ وکولای شي په اغېزناک ډول د ټاکنو بهیر تر پوښښ لاندې راولي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UN WOMEN) مرستیال پېترسن هم په نننیو مراسمو کې په ټاکنو کې د رسنیو پر اغېزناک رول ټينګار وکړ.
نوموړي وویل، دغه ښوونیز پروګرام د خبریالانو لپاره ارزښتناک دی او په دې پروګرام کې له ګډون وروسته به خبریالان وکولای شي د ټاکنو په اړه د راپور ورکولو په برخه کې غوره رول ولوبوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن