ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غنی د ملګرو ملتونو په غونډه کې ځکه ګډون ونه کړ چې ټرمپ له ده سره ليدنه رد کړې”

23 Sep 2018 - 20:16
23 Sep 2018 - 20:16

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): یوه سرچینه وایي، افغان ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر ونه کړ چې د امریکا ولسمشر له نوموړي سره لیدنه رد کړې ده، خو رسمي حکومتي سرچینې دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.  

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د سازمان په ۷۳مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ.

د اجرائيه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په جریان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او ځینو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي او د افغانستان په استازيتوب به د امریکا د ولسمشر ټرمپ په مېلمستیا کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کې ګډون وکړي او د دې ناستې په یوه برخه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

سرچینې زیاته کړه، په همدې موخه یو پلاوی له افغانستان څخه امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له افغان ولسمشر سره لیدنه رد کړې او ویلي یې و چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس به له غني سره لیدنه وکړي.

هغه وویل، ولسمشر غني له دې امله چې ټرمپ ورسره لیدنه رد کړې، ونه غوښتل چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

د سرچینې په خبره، هغه پلاوی به نن کابل ته راستون شي چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې له افغان ولسمشر سره د ټرمپ د لیدو لپاره د زمینې برابرولو لپاره امریکا ته تللى و.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په دې اړه بې خبرې وښوده، خو جمهوري ریاست او د بهرنیو چارو وزارت د یادې سرچینې خبرې رد کړې.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پژواک ته وویل: ((هغه معلومات چې له تاسو سره شریک شوي، له ناسم بنسټ څخه دي، په دې کنفرانس کې ډاکتر عبدالله ګډون وکړ، ولسمشر له دې امله چې د هېواد وضعیت ايجابوله چې په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي او په هېواد کې دننه پاتې شي.))

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ویاند صفت الله احمدي هم د یادې سرچینې معلومات بې بنسټه وبلل.

د نړیوالو چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي بيا پژواک ته وویل، د ټرمپ له خوا له ولسمشر غني سره د کتنې رد څو لاملونه لري.

د هغه په خبره، لومړۍ دليل دا دی چې ټرمپ خپل ځان ته په زيات اهميت قايل دى، لوړ پروازى دى او تل غواړي په نړيوالو مهمو مسايلو کې د نړۍ له غښتلو سياستوالو سره وګوري او د افغانستان، پاکستان او نورو په څېر هېوادونو ولسمشرانو ته کم ارزښت ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version