ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د سوداګرۍ برخه کې له پانګوالو مېرمنو سره مرسته کوي

26 Sep 2018 - 15:30
26 Sep 2018 - 15:30

مزارشريف (پژواک، ۴ تله ۹۷): د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له پانګوالو مېرمنو سره د هغوی د سوداګرۍ د ودې برخه کې مرسته کوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال ظهورالدين شيخ زاده د تلي په ۴مه په مزارشريف ښار کې د متشبثو مېرمنو د ستونزو اورېدو پروګرام کې وويل، حکومت ژمن دی څو په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې بلخ ته يې د متشبثو مېرمنو د ستونزو ارزونې په موخه سفر کړی او پلان لري چې دغلته د صنعتي پارکونو جوړېدو په برخه کې هم له سيمه ييزو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

هغه وويل چې په بلخ کې د صنعتي پارکونو په چوکاټ کې بنسټيزو چارو ته اړتیا ده چې سوداګرۍ وزارت به په دې برخه کې ډېر ژر عملي اقدامات پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال مزارشريف کې دوه صنعتي پارکونه فعال دي چې د سوداګرو د تقاضا په تناسب کم دي او اړتيا ده چې دې برخې ته جدي پام وشي.))

د سوداګرۍ وزارت مرستيال پژواک خبري اژانس ته همدا راز وويل چې د يوه نوي پروګرام له لارې غواړي سوداګرې مېرمنې تر پوښښ لاندې ونيسي او د تجارت په برخه کې د هغوی ستونزې حل کړي.

هغه ومنله چې ډېر شمېر مېرمنې د تشبث په برخه کې فعاليت کوي خو په وينا يې چې د عرضې او تقاضا په برخه کې ورسره لازمه مرسته نه ده شوې.

نوموړی زياتوي چې سوداګرۍ وزارت کار کوي څو د متشبثو مېرمنو د توليد ظرفيت لوړ کړي.

هغه وويل چې بله جدي ستونزه د مارکېټ نه شتون دی چې په دې برخه کې يې هم د سوداګرۍ وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې بيا د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي چې حکومت بايد لومړی سوداګرو لپاره ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال سيد مبشر سادات پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي چې حکومت يې د حل په برخه کې پاتې راغلی.

هغه زياته کړه: ((افغان سوداګر د امنيت، ګمرک، مالياتو او ګڼو نورو برخو کې بلا ستونزې لري، خو حکومت يې يواځې د حل لپاره ژمنې کوي او د عملي اقدام څرک يې نه ليدل کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version