کابل (پژواک، ٧ تله ٩٧): هندوستان د کرکټ اسيايي جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړه.
د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، سريلانکا او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ د کرکټ اسيايي جام سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.
د دې سياليو پاى لوبې ته د هندوستان او بنګله دېش لوبـډلو لاره موندلې وه، د پاى لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.
د بنګله دېش د پيل لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او تر ١٠٠ زياتې منډې يې جوړې کړې، اټکل کېده چې بنګله دېش به شاوخوا ٣٠٠ منډې جوړې کړي، خو وروسته يې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او هندوستان ته يې د ٢٢٣ منډو هدف ورکړ.
د بنګله دېش له خوا ليټون ډاس تر ټولو زياتې ١٢١ منډې جوړې کړې او د هندوستان له خوا کولديپ يادف درې لوبغاړي وسوځول.
د هندوستان لوبـډلې ياد هدف تر يوې سختې او په زړه پورې مسابقې وروسته د پنځوسم اوور په وروستي توپ د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او اتلولي يې خپله کړه.
د هندوستان له خوا روهيت شرما ٤٨، کارتيک ٣٧، ډهوني ٣٦، يادف او جديجا ٢٣، ٢٣ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش ليوټن ډاس د پاى لوبې او د هندوستان شيکر ډاوان د دې سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.
د يادونې ده، افغانستان په دې سياليو کې ښه وځلېد، د سريلانکا او بنګله دېش پياوړو لوبډلو ته يې ماتې ورکړه او له پاکستان او هندوستان سره يې په دويم پړاو کې په زړه پورې لوبې وکړې، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن