ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د داستاني ادبياتو د ليکوال احمدي په وياړ غونډه جوړه شوه

29 Sep 2018 - 19:04
29 Sep 2018 - 19:04

ګردېز(پژواک،٧تله٩٧): ګردېز کې د ( روهستان وياړلی) په نوم د هېواد د داستاني ادبياتو د وتلي ليکوال نصيراحمد احمدي په وياړ يوه ورځنۍ علمي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پکتيا، کابل، لغمان، ننګرهار، غزني او ځينو نورو ولايتونو د پوهنتونونو استادانو، ليکوالانو، خبريالانو او د ادب او فرهنګ مينه والو برخه اخيستې وه.

نمانځغونډه د تلې په اوومه د تېرې ځوانانو ټولنې له خوا جوړه شوې وه، چې ويناوالو په کې د احمدي د ادبي فعاليتونو او نوښتونو ستاينه وکړه او نوموړی يې د پښتو معاصر کيسه ليکوونکو سرلاری وباله.

په دې غونډه کې استاد محمداصف صميم وويل چې احمدي په خپلو ليکنو کې د افغاني ټولنې انځور په خورا ښه ډول انځور او ټولنيزې نيمګړتياوې په عالي هنر بيان کړې دي.

صميم وايي چې د احمدي د لنډو کيسو، ناولونو او نورو ليکنو عاميانه ژبې زيات لوستونکي جذب کړي او ځوانانو ته يې د ليکلو او تخليق جرات او لاره پرانيستې ده.

نوموړي زياته کړه: ((له سيدجمال الدين افغان څخه دوه وجيزې پاتې دي، چې زه دلته تړاو ورکوم، لومړی هر څوک چې له خپل ژوند سره مينه لري، هغه دې د قوم او وطن د مينې لپاره مړ شي او بل وايي هغه قوم ژوندی قوم نه دی، چې د دوی لپاره مړه را ژوندي نه کړي.))

دغه راز د پکتيا پوهنتون استاد ايمل ښمر، نصيراحمد احمدي لوی داستاني ليکوال ياد کړ او ويې ويل چې نوموړي د پښتو کيسه ييز نثر ته نوې بڼه ورکړې ده.

ښمر وايي، احمدي په خپلو اثارو کې خلک په عيني ډول خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړي دي.

ده وويل: ((احمدي په موضوعي لحاظ زموږ ناولونه او نثري متون خورا غني او بډايه کړي. زموږ ټول ادب په شاعرۍ او نثرونو کې کلونه او لسيزې په يو څو موضوعاتو راڅرخېده، خو احمدي صيب دا محدوده ماته کړه او ډېر نوي موضوعات يې بيان کړل، چې ښايي بل چا په دومره ښه ډول نه وای کړي.))

ګډونوال له اړوندو دولتي ادارو او ملي سوداګرو غواړي چې د نصيراحمد د اثارو بيا، بيا چاپ ته زمينه برابره کړي، څو ډېرو سيمو او خلکو ته ورسيږي.

دوی همدارنګه له استادانو، ښوونکو او ځوانانو هم غوښتنه وکړه چې د احمدي د اثارو د ټولنيز مثبت پيغام په خورولو کې خپل مسووليت ادا او خلک يې لوستو ته راوبولي.

د پکتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعودزی حقدار ليکوالانو ته د هغوی د فعاليتونو د قدرداني لپاره د ورته غونډو جوړول ګټور بولي او وايي چې له دې سره نور ليکوالان تشويق او راټوکيږي، چې ور سره د ژبې بډاينې ته زمينه برابريږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version