ایبک (پژواک، ٨ تله ٩۶): د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د دوو کانونو عایدات د روان کال په ۹ میاشتو کې ۲،۳ ميليارد افغانیو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۴۳۴ ميلیون افغانۍ زیاتوالی ښيي.
دغه خبره د سمنګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي پژواک خبري اژانس ته وکړه او ویې ویل، یاد شوي عایدات د دغې ولسوالۍ د شباشک او دهانه تور په کانونو پورې اړه لري چې د خلکو له خوا ایستل کېږي.
هغه ډبرو سکرو ته د خلکو د تقاضا زیاتېدل د دغو عایداتو د زیاتېدو لامل بولي.
نوموړي وویل، د یادې ولسوالۍ د درېیو کانونو (ګرمک غربي، ګرمک شرقي او رشک) عایدات چې د کانونو وزارت خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي دي، په دې ۲،۳ ميلیارد افغانیو په عایداتو کې نه دي شامل.
نوموړي د درېیو کانونو د عایداتو په اړه معلومات ورنه کړل او ویې ویل، یو ټن هغه د ډبرو سکاره چې په خپلسري ډول د خلکو له خوا ایستل کېږي، په ۱۵۰۰ افغانۍ، خو د یو ټن هغو ډبرو سکرو بیه چې د دولتي کارکوونکو له خوا استخراج کېږي، ۲۰۰۰ افغانۍ ده.
د درصوف بالا ولسوال احمد علي حسیني وویل چې د خلکو له خوا د ډبرو سکرو د استخراج د ناقانونه تونلونو جوړېدل او د دغه بهیر نه کنټرول د ډبرو سکرو د استخراج او عایداتو د زیاتېدو لاملونه دي.
د بېکارۍ د زیاتېدو له امله د ډبرو سکرو د استخراج د کارکوونکو زیاتېدل د عایداتو د زیاتېدو له لاملونو څخه دي.
د هغه په خبره، همدا اوس د بېلا بېلو ولایتونو شاوخوا ۱۲ زره اوسېدونکي د یادو دوو کانونو له زرو په ډېرو استخراجي تونلونو کې کار کوي.
چارواکي وايي، له دې ولسوالۍ څخه هره ورځ لسګونه موټره د ډبرو سکاره بلخ، بغلان، کابل، کندوز، خوست، ننګرهار، جوزجان او نورو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته وړل کېږي.
د دره صوف د ډبرو سکاره په ۱۳۵۴ کال کې د سیمه ییزو خلکو له خوا کشف شول. د شوروي اتحاد او المان د هغه وخت متخصصینو په دې کانونو کې په ۱۳۴۶ کال کې له ۱۵۰ ټنو څخه د ډېرو ډبرو سکارو اټکل کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن