ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۳۳ ولایتونو رایې ورکوونکو له نوملړه ۶۰۰زره کسان د درغلۍ له امله لرې شوي

1 Oct 2018 - 19:12
1 Oct 2018 - 19:12

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بېلابېلو لاملونو له امله د شاوخوا ۶۰۰ زره کسانو نومونه د رایې ورکوونکو له لېسته لرې کړي او وايي چې د تلې د ۲۸مې د ټاکنو د ټولو رایې ورکوونکو شمېر ۸،۷ میلیونه کسانو ته رسېږي.

د ټاکنو کمېسیون نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د بدخشان، بغلان، دایکنډي، فاریاب، غور، هلمند، هرات، جوزجان، کابل، کاپیسا، کونړ، میدان وردګ، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، تخار او اروزګان ولایتونو د رایې ورکوونکو لېست اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل چې دغه کسان یې د تکراري نوم لیکنې، ناسمو معلوماتو، د قانوني عمر د نه پوره کېدو او د زېږېدو د نېټې نه لیکلو له امله د رایې ورکوونکو له نوملړه لرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ۱۹ ولایتونو له ډلې له ټولو ۷ ميلیونه رایې ورکوونکو ٤٤٣٩٤٦ کسان لرې شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، دوی مخکې د ۱۴ ولایتونو د رایې ورکوونکو لېست اعلان کړی و چې د ورته لاملونو له امله یې د رایې ورکوونکو له لېسته ۱۱۳ کسان لرې کړي وو.

نوموړي وویل، په ټولیز ډول شاوخوا ۶۰۰زره کسان د رایې ورکوونکو له لومړنۍ لېسته لرې شوي او ۸،۸ ميلیون کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر پېژندل شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس وویل، هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي چې درغلي یې کړې وي او ممکن هر کس به له ۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰زره افغانیو جریمه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ويلي وو چې په ټول هېواد کې ۹ ميلیونه او ۴۰۰زرو کسانو نوم لیکنه کړې چې د ټولو معلومات ډېټابس ته رسېدلي دي.

نوموړي له هغو کسانو چې نومونه یې له لېسته لرې شوي، وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ولاړ شي او خپل شکایتونه ثبت کړي.

صیاد وویل، ټولې دولتي ادارې، مدني بنسټونه او ګوندونه د قانون له مخې مکلف دي چې د رڼو او عادلانه ټاکنو په برخه کې له کمېسیون سره مرسته وکړي خو په دې علني ناسته کې سیاسي ګوندونه او د ټاکنو څارونکي بنسټونه ګډون نه لري.

د نوموړي په خبره، د دې پر ځای چې سیاسي ګوندونه او څارونکي بنسټونه په رسنیو کې بې بنسټه خبرې وکړي ښه ده چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، بدخشان، پکتیا او بغلان هغه ولایتونو دي چې ډېرو اوسېدونکو یې نوم لیکنه کړې او دغه راز اروزګان، زابل، فراه، نورستان، بادغيس او نیمروز بیا هغه ولایتونه دي چې لږو کسانو په کې نوم لیکنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version