ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” تېره مياشت افغان او بهرنيو ځواکونو ١٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې”

2 Oct 2018 - 11:22
2 Oct 2018 - 11:22

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې تېره مياشت د حکومت تر واک لاندې سيمو کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد ګروپ له خوا د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هدفي وژنو تر څنګ دغه ځل ډېره مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده چې د خلکو اندېښنې يې را پارولې دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (سېپګ) وايي چې په ښارونو کې دننه د ولسي وګړو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او خبريالانو تلفات د اندېښنې وړ دي.

سېپګ په خپل تازه مياشتني راپور کې ويلي چې د افغانستان په ١٢ ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو کې نږدې ١٢٣ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کې ١٠٣ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) د معلوماتو له مخې، په تېره سپټمبر میاشت کې په شلو ولایتونو کې پراخ تلفات اوښتي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٤٠ ملکي وګړي وژل شوي او تر٣٥٠ زیات ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ د موندنو له مخې په تېره میاشت کې زیاته ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار کې رامنځته شوې ده چې یوازې په مومنددره ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو ځانمرګي برید تر ٢٣٠ ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ٧٠ تنه يې ووژل شول او ١٦٧ تنه نور ټپيان شول.))

دغه راز ياد ګروپ ويلي چې تېر مياشت د کابل په خونړي برید کې د ٦ خبریالانو په ګډون ٩٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز سرچينې ويلي چې په کندهار ولایت کې مدني فعال او د ولسي جرګې کانديد هم په یو برید کې ووژل شو، دغه راز په کابل کې ولسي جرګې ته یو نوماند ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د (CPAG) ګروپ له دولته غواړي چې د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د يادونې ده، د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په تېرې اګسټ میاشتې کې ٧٨٥ ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې وه چې ٢٦١ کسان وژل شوي او ٥٢٤ نور ټپیان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version