ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولانا سمیع الحق د افغان علماوو او طالبانو ترمنځ د پټې ناستې وړاندیز کړی

2 Oct 2018 - 11:54
2 Oct 2018 - 11:54

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): د پاکستان د مذهبي ډلې مشر مولانا سميع الحق د افغان علماوو او طالبانو ترمنځ د پټې ناستې وړانديز کړى دى.

نوموړي دغه وړانديز د افغانستان د سولې او علماوو شورا له پلاوي سره په اکوړه خټک کې د يوې ناستې پر مهال کړى دى.

بلخوا افغان پلاوي له مولانا سميع الحق څخه په افغان سوله کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سولې او علماوو شورا اووه کسيز پلاوى څو ورځې مخکې په يوه رسمي سفر پاکستان ته تللى دى.

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د حقانيه دارالعلوم له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پلاوي پرون د جمعيت علماء اسلام ډلې او د حقاني دارالعلوم له مشر مولانا سميع الحق سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دغه پلاوي کې له کابل څخه د افغان سولې او علماوو شورا د پلاوي تر څنګ په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي له مولانا سميع الحق څخه غوښتي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کې د درېيمګړتوب رول ترسره کړي.

سرچينې ادعا کړې چې افغان پلاوي مولانا سميع الحق ته ډاډ ورکړى چې د سولې په اړه د هغه پرېکړې او هڅې به افغان حکومت ته د منلو وړ وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، مولانا سميع الحق پلاوي ته ويلي چې د افغانستان شخړه ډېره کړکېچنه ده او هوارى يې اسان کار نه دى.

خو نوموړي هيله څرګنده کړې چې د افغانستان شخړه ژر هواره او وينه تويېدنه بنده شي.

د سرچينې په وينا، مولانا سميع الحق افغان پلاوي ته وړانديز کړى چې د افغانستان د مخلصو علماوو يو پلاوى دې له طالبانو سره پټه ناسته وکړي چې د پاکستان او امريکا تر اغېزو لاندې نه وي، څو دوى د يو بل له موخو خبر شي.

د هغه په وينا، کله چې افغان حکومت او طالبان د بنسټيزو موضوعاتو پر حل سره سلا شي، بيا به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version