ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سياسي ګوندونو له پراخ ګډون پرته به ټاکنې له درغليو ډکې وي

4 Oct 2018 - 15:04
4 Oct 2018 - 15:04

مزارشريف (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د مدني ټولنو استازي او سياسي فعالان وايي چې د سياسي ګوندونو له پراخ ګډون پرته به ټاکنې له درغليو ډکې وي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د ټول منلو سياسي احزابو نه شتون د دې لامل بولي چې خلک پر ګوندونو ډېر باور نه لري او غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې د ټاکنو په پروسه کې د مدني ټولنو او سياسي احزابو نقش ډېر کړي.

په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر له خوا په مزارشريف ښار کې د تلې په ۱۲مه، په ټاکنو کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو د نقش په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شوی و.

په بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د تعليمې څانګې مشر رازق داد ګلزاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سياسي احزابو او مدني ټولنو له پراخ ګډون پرته به د ټاکنو پروسه له درغليو سره مله وي.

نوموړي زياته کړه چې د انتخاباتو په بهير کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو د ګډون د ارزښت په اړه ډېری هېوادوال معلومات نه لري؛ نو ځکه يې د عامه پوهاوي دغه پروګرام جوړ کړی دی.

ګلزاري زياتوي چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره بايد د ګواښ او تبعيض نه کولو اصول په بشپړ ډول مراعات شي؛ څو خلک په خپلواک ډول خپله رايه وکاروي.

هغه وويل چې د ټاکنو په پروسه کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو کمرنګه رول يوه لويه تشه ګڼلی شو.

نوموړي زياته کړه: ((په اوسنيو شرايطو کې موږ ډېر خوشبين نه يو چې ټاکنې دې په بشپړ ډول رڼې ترسره شي؛ خو په ډیموکراتيکه پروسه کې دا اصل دی چې موږ بايد راتلونکي ته هيله من و اوسو او د ښې راتلونکې لپاره بايد د ټولو ستونزو با وجود په اوسنيو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړو.))

ګلزاري زياتوي چې په ډیموکراتيکو ټولنو کې سياسي احزاب مهم نقش لوبولی شي او د هغه په خبره په کومو ټولنو کې چې په ټوله معنا سياسي ګوندونه موجود نه وي، بلاخره حکومتولي د استبداد لور ته وړل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version