غزني ښار (پژواک، ١٢ تله ٩٧): د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې شاوخوا پنځه کيلومتره قير سړک اړولى دى.
د غزني- پکتيکا لويې لارې يوه موټر چلوونکي سيدالله د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې لويې لارې د ارزو په سيمه کې څو کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((پخوا موږ په دې لاره په ٤٠ دقيقو کې تلو، خو اوس له دوه ساعتونو هم ډېريږي؛ ځکه څو ځايه لاره خرابه ده او موږ مجبور يو په خامه او د کليو په منځ کې لاړ شو.))
دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې پر یاده ټوله لاره سفر ستونزمن کار دى.
هغه وايي: ((ډېرو ځايونو کې لاره خرابه ده، اوس طالبانو سړک هم اړولى دى، پخوا به موټر د شاخوږو په سيمه کې پخې ته پورته کېدل خو اوس هلته طالبان دي، مجبور دي چې په خامه کې لاړ شي.))
دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال وايي چې وسله والو طالبانو قصداً دغه کار کړى دى.
هغه وايي: ((طالبانو ډېره هڅه وکړه چې اندړو ولسوالۍ ونيسي، خو ونه توانېدل نو ځکه یې دغه سړک پر بل مخ چپه کړ، څو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي او خلک فکر وکړي چې اندړ ولسوالۍ له طالبانو سره ده.))
همدارنګه د غزني د فوايد عامې رييس محمد اصف ذهين هم وايي چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې پنځه کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((په سيمه کې نا امني ده، موږ نه شو کولاى ولاړ شو سروې يې کړو او د بيارغونې چارې يې پيل کړو.))
د ذهين د معلوماتو له مخې، د دې لارې په اوږدو ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه هم له منځه تللي دي.
په دې اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال فريد احمد مشعل پژواک ته وويل چې د غزني- پکتيکا لويې لارې د امنيت ټینګولو په موخه يې پرون عمليات پيل کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په لومړى ورځ تر شلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ځينو جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن