ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې چاودنې د ملي امنیت قطعې د یوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي

4 Oct 2018 - 11:19
4 Oct 2018 - 11:19

لښکرګاه (پژواک، ١٢ تله ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنيت پر يوې ځانګړې قطعې (سنګوريانو) د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې د يو قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د لښکرګاه ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د سنګوریانو په نوم د ملي امنيت د ځانګړې قطعې پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل چې په دې چاودنه کې د دې قطعې يو قوماندان کاکا اشرف او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

دغه راز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي وو.

هغوى زياتوي: ((دغه ټپيان د اور په لمبو سوځېدلي وو، موږ بېرته ځواب کړل؛ ځکه دغه ډول ټپيان موږ نه بستر کوو.))

سرچينې دا هم وويل چې تېره شپه له نادعلي ولسوالۍ هم دوه سرتېري چې د ماين په چاودنه کې ټپيان شوي وو، دوى ته ور وړل شوي دي خو مسوولين بيا د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي.

بلخوا د لښکرګاه د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د امنيت اړوند د سنګوريانو پر موټر چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې قوماندان اشرف او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د يادونې ده، د سنګوريانو قطعه شاوخوا دوه کاله وړاندې د ملي امنيت له لوري يواځې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version