ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: نه به دافغانستان جګړه خصوصي شي او نه به کانونه استثمارشي

6 Oct 2018 - 08:38
6 Oct 2018 - 08:38

مزارشريف (پژواک، ١٣ تله ٩٧) : ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان جګړه هیڅکله نه خصوصي کېږي، د افغانستان کانونه د افغان ولس پورې اړه لري او هېڅکله به هم استثمار نه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ځوانانو، مدنې ټولنې او رسنیو د مدیرانو په اجتماع کې ګډون او وینا وکړه.

هغه په پیل کې ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ښوونکو ته د استطاعت وړ کورونو په جوړولو کار روان دی او دا قشر به د سرپناه له ستونزې خلاص شي. هغه زیاته کړه، د ځوانانو غونډې مې ګټورې وموندې او په نږدې راتلونکي کې به په ارګ کې د ټول هېواد د ځوانانو ستره غونډه جوړه شي او له نظریاتو څخه یې استفاده کېږي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، د افغانستان اکثریت نفوس ځوانان دي، اوس او راتلونکي د دې نسل پورې متعلق دی ځکه ملي یووالی، اقتصادي تحرک او سیاسي ثبات په ځوانانو پورې اړه لري. هغه له ځوانانو وغوښتل چې افغانستان شموله فکر وکړي. جمهوررئیس فساد شومه پدیده وبلله وې ویل، په دولتي ادارو کې کاغذپراني جدي ستونزه ده او ځینې مسوولین آن ماته سم معلومات نه راکوي.

اشرف غني د آمو سیند د غاړو پر مدیریت ټینګار وکړ وې ویل، د امو سیند د غاړو پر مهارولو کار روان دی.

 هغه زیاته کړه، د حیرتانو بندر تر ارزونې وروسته پراختیا مومي، دغه راز په دې بندر کې صنعتي پارکونه هم ایجادېږي. جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د افغانستان جګړه هیڅکله نه خصوصي کېږي او د افغانستان کانونه د افغان ولس پورې اړه لري او هیڅکله به هم استثمار نه شي.

ولسمشر وايي، په پوهنتونونو کې دې د تشبث مرکزونه جوړ شي او زیاته یې کړه، دا مرکزونه به له مالیې څخه معاف وي.

هغه څرګنده کړه، په بلخ ولایت کې به هوایي دهلېز ایجاد شي چې د هند په ګډون به ټولو هېوادونو ته د دې ولایت صادرات پیل شي.

ولسمشر غني ويول ، په هېواد کې پر نساجۍ پانګونه جریان لري او له دې وروسته به د وسله‎‎وال پوځ ټول لباس او پوښاک له دې لارې تامینېږي. هغه د بلخ په ګډون له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. جمهوررئیس د بلخ تمدن او تاریخي مخینې ته په اشارې وویل، د بلخ د مولانا له پیغام څخه چې د وصل او همدلۍ پیغام دی، باید استفاده وشي.

هغه له ګرځندوی پلوه بلخ ولایت بااهمیته وباله او د سیاحتي ځایونو پر پېژندنې یې ټینګار وکړ.

په دې مراسمو کې تمنا نوري او عنایت الله عطایي د بلخ ولایت د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ماسټرۍ د زمینې د برابرولو، د تحصیلي بورسونو د زیاتولو، د کانالېزاسیون د نشتوالي، د ځمکې لاندې اوبو د کموالي، فساد سره د مبارزې، کارموندنې، د ښځو لاسي صنایعو ته د بازارموندنې او ظرفیتي برنامو د ایجادولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو ستونزې او د هغو حل لارې بیان کړې. د غونډې په پای کې یو شمېر ځوانانو د جمهوررئیس له برنامو، انکشافي، اقتصادي او اصلاحي لیدلورو د ملاتړ په پار د جمهوررئیس نقاشي شوی تصویر، جمهوررئیس ته ډالۍ کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version