ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې ۳۱ وسله والو او ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

7 Oct 2018 - 12:17
7 Oct 2018 - 12:17

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې ۳۱ وسله والو او ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په جهانګیر سیمه کې شوې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه یوولس بجې د ارغستان په جهاګیر سیمه کې د ملي او سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لورو تر منځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، د جګړې پر مهال د مرستې لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي او د وسله والو برید یې پر شا کړی دی.

دی وايي، په دې جګړه کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي چې وسله والو خپل مړي او ټپيان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړي دي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې په جګړه کې ۵ پولیس چې ۳ یې سرحدي او ۲ یې ملي دي، وژل شوي او ۷ سرحدي او ملي پولیس ټپیان شوي دي.

د یوبل خبر له مخې، په خاکرېز ولسوالۍ کې هم ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ په منډیګک سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود چې پولیس پرې خبر شوي وو او کمین یې ورته نیولی و.

سرچینه زیاتوي، پولیسو له وسله والو سره سخته جګړه کړې چې پر مهال یې ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

دغې سرچینې وویل په دې جګړه کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کندهار په هغو ولسوالیو کې چې له ډیورنډ کرښې سره پرتې دي، د وسله والو فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي چې په وروستیو ورځو کې یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version