ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب او نيمروز کې ۱۲ پوليس وژل شوي

7 Oct 2018 - 16:53
7 Oct 2018 - 16:53

ميمنه – زرنج (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته د وسله والو مخالفينو بريد کې د يوې ښځې تر څنګ ۱۰ پوليس او د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې پر پوسته د بريد له امله درې وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د فارياب ولايتي شورا مشر محمد طاهر رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ((عرب اقسای)) سيمه کې پر يوې پوستې د طالبانو د بريد له امله لس پوليس او يوه ښځه چې کور يې پوستې ته څېرمه و، وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د شاهراه قطعې اړوند پنځه ملي پوليس او پنځه سيمه ييز پوليس، له څو ساعتونو نښتې وروسته هغه مهال ووژل شول چې تازه دمي ځواکونه يې مرستې ته ور ونه رسېدل..

هغه يادونه وکړه دا نښته چې تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې پيل شوه او څو ساعته يې دوام وموند، څلور نور پوليس په کې ټپيان شوي دي.

په پښتونکوټ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پنځوس کسيزې قطعې قوماندان نظرمحمد پر امنيتي ځواکونو د نيوکې تر څنګ وويل: ((د ولس بېوزله بچيان له وسلو، تجهيزاتو او امکاناتو پرته په پوستو کې پر دندو ګوماري او د طالبانو د بريد پر مهال ناغېړي کوي او ملاتړي ځواکونه نه ور استوي.))

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې د ((عرب اقسا)) سيمه د ميمنې ښار لوېديځ لور ته ۷ کيلومتره لرې پرته ده او د ولايت مرکز کې سلګونه پر وسلو، توپونو او الوتکو سنبال ځواکونه شتون لري؛ خو اړين اقدامات نه دي شوي.

دلاور چې يوازېنی زوی يې د طالبانو د تېرې شپې بريد کې وژل شوی، وويل چې څو مياشتې وړاندې د کوهستان ولسوالۍ په سقوط کې، له هېواده په دفاع کې يې ورور ووژل شو او اوس مهال د ميمنې په ښار کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه: (( بېوزلي او ناچاري اړ ايستم څو اوونۍ وړاندې مې خپل زوی يعقوب د پوليسو قطعه کې شامل کړ، څو د هغه په معاش کورنۍ اړتياوې پوره کړو؛ خو تېره شپه قرباني شو.))

د يو بل خبر له مخې، په نيمروز ولايت کې د طالبانو بريد له امله درې وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د نيمروز امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه برېد تېر مازديګر د خاشرود ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې ترسره شوی دی.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ولي احمد صريح پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر درنو وسلو او شپني لايزري دوربين سنبال طالبانو، له څو استقامتونو د زرنچ – دلارام لويې لارې په اوږدو کې د خاشرود ولسوالۍ اړوند د کمين ګاه پر پوسته بريد وکړ چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه چې له نښتې لنډه موده وروسته، مرستندوی ځواکونه سيمې ته ورسېدل او طالبان یې شاتګ ته اړ ايستل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version