ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اردو دوه لوړپوړي افسران ای اېس ای ته د جاسوسۍ په جرم پر شل کاله بند محکوم شول

9 Oct 2018 - 16:12
9 Oct 2018 - 16:12

جلال اباد (پژواک، ۱۷ تله ۹۷): په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوه لوړ پوړي افسران د پاکستان استخباراتي شبکې (ISI) ته د جاسوسۍ په تور پر شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.

د دې قول اردو د دويمې پلې لوا د درېيم کنډک پخوانى قوماندان ډګروال شاه محمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذيرالله دوه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو.

د يادو کسانو محاکمه د تلې په ۱۷مه د دې قول اردو اړوند په استيناف محکمه کې په علني ډول ترسره شوه.

په پيل کې د قضايي جلسې د موظف څارنوال تورن نورمحمد له لوري د تورنو کسانو صورت دعوا وړاندې شوه چې په کې ياد کسان د پاکستان له استخباراتي شبکې (ISI) سره د اړيکو، هغې ته د جاسوسۍ او له هېواد سره پر خيانت تورن شول.

هغه د غونډې ګډونوالو ته د ثبوت په ډول د دواړو تورنو اعترافات هم واورول چې د ملي امنيت په اداره کې ترې ثبت شوي وو.

ورپسې د تورنو کسانو مدافع وکيل توريالي مقنن له خپلو مؤکلينو دفاع وکړه او ټينګار يې وکړ چې پر مؤکلينو يې د امنيت له لوري په زور اعترافات شوي او د څېړنو پر مهال ځورول شوي هم دي.

تورنو کسانو هم ويل چې اعترافات پرې په زوره شوي، خو د قضايي هيئت د مشر له لوري ترې د ثبوت غوښتلو په صورت هغوی غلي پاتې شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version