ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۱۲۹ ميليونه افغانيو پروژې پيل شوې

9 Oct 2018 - 19:46
9 Oct 2018 - 19:46

ګردېز (پژواک ١٧ تله ٩٧): د پکتيا په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې د ۱۲۹ ميليونه افغانيو په لګښت د کليو د پراختيا وزارت د ولسي تړون تر چتر لاندې د څو پروژو چارې پيل شوې.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د پروژو د پرانيستې پر مهال وويل چې دولت د خلکو هوساينې ته ژمن دی او په دې برخه کې له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

ده زياته کړه، وسله وال مخالفين د ځينو ټولګټو پروژو مخالفت کوي او له خلکو غواړي چې د پروژو د پلې کېدو په برخه کې ولسي همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي: ((دولت تل د خپلو خلکو د هوساينې او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوي، خو وسله وال طالبان برعکس له ويجاړۍ او وژنو پرته هېڅ زېری نه لري. که مخالفين د پرديو په دستور د پروژو او ابادۍ مخه نيسي، نو ولس يې بايد د خپلې ښېګڼې لپاره له حکومت سره په پلې کېدو کې مرسته وکړي.))

کټوازي په احمدخېلو، ځاځي اريوب او سيدکرم ولسواليو کې له خلکو سره د ليدنو په ترڅ کې وويل چې په دې ولايت کې د امن او رڼو ټاکنو زمينه برابروي او له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د ده په وينا، دولت تل د سولې خبرو ته چمتو دی او وسله وال طالبان دې د خلکو غوښتنو ته په کتو د سولې خبرې پيل کړي.

نوموړي وويل: ((په انتخاباتو کې برخه واخلئ، امنيت موږ درته نيسو، انتخابات تر وسه شفاف کوو، تاسو پراخ ګډون وکړئ، د خپلې خوښې کسانو ته رايه ورکړئ او خپله اراده تمثيل کړئ. د دولت د سولې دروازې د مخالفينو په مخ خلاصې دي، خو جګړې ته دوام ورکوونکي به د افغان مېړنيو ځواکونو له خوا له منځه يوړل شي.))

د پکتيا د کليو د پراختيا رئيس فضل هادي عاصم وويل چې د پيل شويو پروژو په لړ کې به د شل ميليونه افغانيو پروژې په سيدکرم او د دولس ميليونه افغانيو پروژې په ميرزکه ولسوالي کې پلې شي.

د هغه په وينا، په مرکز ګردېز او احمدخېلو ولسوالي کې به د ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت يو استنادي دېوال، په همدې ولسوالي کې په ۱۳ ميليونه افغانۍ د TLOموسـسې له خوا نهو کليو ته د څښلو اوبو رسونې شبکې او د ۳۶ ميليونه افغانيو په لګښت په ځاځي اريوب ولسوالي له بيانخېلو څخه تر شېرختل پورې پر يوه سړک د جغل اچونې او پولګوټو جوړونې کار پيل شي.

نوموړي زياته کړه: ((په ګردېز او سيدکرم ولسوالي کې به په شپږ ميليونه افغانۍ څلور کاريزونه بېرته جوړ او صفا شي. د ۲۷ ميليونه افغانيو په لګښت به په ګردېز، ځاځي اريوب، ډنډپټان، جاني خېل، زرمت او لجه منګل ولسواليو کې د اوبو رسونې شبکې جوړې شي چې ۲۸۰۰ کورنيو ته به د څښاک پاکې اوبه ورسوي.))

د کليو د پراختيا رئيس دغه راز وويل چې د پنځلس ميليونه افغانيو په لګښت د سيدکرم ولسوالي د شيجنک سيمې پر سړک د جغل اچونې او پولګوټو د جوړونې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

چارواکي ژمنه کوي چې د ځاځي اريوب او ډنډپټان ولسواليو ګڼو خلکو ته به د لمريزې برېښنا وسايل ووېشل شي چې سلګونه کورنيو ته به برېښنا برابره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version